په افغانستان کې د جګړو له دوام سره هممهاله نړیوالې رسنۍ وايي چې ښايي امریکا د دوحې له هوکړې سره سم له افغانستان خپل سرتېري و نه باسي. رویټرز ته د امریکا په حکومت کې یو شمېر باوري سرچینو ویلي چې د بایډن اداره ښایي تر مې میاشتې وروسته هم په افغانستان کې خپل حضور ته ادامه ورکړي. دا خبره په رسمي توګه امریکایي حکومت نه ده تایید کړې، خو ځینو نورو امریکایي رسنیو هم ویلي چې ښایي بایډن د سرتېرو د حضور په برخه کې اقدام وکړي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ له رامنځ ته شوي تړون میاشتې تېرېږي، خو تر دې دمه داسې ښکاري چې دغه تړون کومه بریا نه لرله. تازه په ناټو کې یو شمېر سرچینو رسنیو ته ویلي چې بهرني ځواکونه به د اپرېل په پای کې له افغانستان و نه وځي، بلکې د خپلو سرتېرو حضور ته به ادامه ورکړي. په ناټو سازمان کې دې سرچینې ویلي، تر اوسه پورې شرایط په هېڅ صورت له افغانستان څخه د بهرنیو سرتېرو ایستلو ته نه دي برابر شوي او ښايي د بایډن اداره د سرتېرو حضور وغځوي. سرچینې د نامه نه ښودو په شرط ویلي: «د اپرېل په پای کې ښایي د ناټو د متحدینو سرتېري له افغانستان و نه وځي، ښايي د سرتېرو حضور دوام وکړي».
دغې سرچینې همدا راز ویلي چې د سرتېرو د ایستلو لپاره شرایط نه دي برابر شوي او د امریکا نوی حکومت هم نه غواړي چې د بېړې تګلاره عملي کړي. په ناټو کې دغه مهمې امنیتي سرچینې رویټرز ته ویلي چې ښایي امریکایي حکومت د افغانستان په اړه پر خپله تګلاره بیا کتنه وکړي، د سرتېرو د وتلو تګلاره به بدله شي او په نوې او حساب شوې توګه به سرتېري له افغانستان ایستل کېږي. د ده به خبره: «شرایط نه دي برابر شوي، د امریکا نوی حکومت هم نه غواړي بېړه وکړي، په تګلارو کې به بدلون راشي او د بېړنیو وتلو مخه به و نیول شي، نو په دې توګه به د وتلو لپاره یوه حساب شوې او منظمه تګلاره ولرو».
د ناټو سازمان سره له دې چې دغه خبره نه ده تایید کړې، خو وایي چې د سرتېرو د ایستلو په برخه کې د ناټو هېڅ متحد هم په یوازې ځان پرېکړه نه کوي. د ناټو یوې ویاندې اونا په خپلو څرګندونو کې ویلي، د ناټو ټولو متحدینو دا واضح کړې چې شرایطو ته په پام به په افغانستان کې د خپل حضور او وتلو په اړه پرېکړه کوي. د نوموړې په وینا: «زموږ هېڅ متحد نه غواړي چې تر اړتیا ډېر په افغانستان کې پاتې شي، خو دا بیخي روښانه ده چې په افغانستان کې زموږ حضور په شرایطو پورې تړلی دی، موږ به وضعیت له نږدې ارزوو او تر هغه وروسته به په ګډه په دې اړه پرېکړه کوو».
افغان حکومت تر اوسه په دې اړه هېڅ راز غبرګون نه دی ښودلی او نه هم طالبانو تازه په دې اړه څه ویلي دي، خو تر دې وړاندې یې خبرداری ورکړی و چې که بهرني عسکر په ټاکلې موده له افغانستان و نه وځي، نو پر دوی به سخت بریدونه وکړي. په سیاسي برخه کې یو شمېر شنونکي بیا پر دې باور دي چې امریکا په افغانستان کې د خپل دایمي حضور لپاره پلمې لټوي. د دوی په وینا، امریکا د سولې د نه بریا، ترهګرو ډلو، القاعده او نورو مسایلو په پلمه کولو غواړي په افغانستان کې خپل حضور ته ادامه ورکړي او جګړې وغځوي.
بلخوا تازه د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سلیوان هم ویلي چې دوی په افغانستان کې د سولې له پروسې ملاتړ کوي، خو باید ډاډ تر لاسه کړي چې دغه پروسه اغېزناکه ده، طالبان په رښتینې توګه مذاکرات کوي او روانې خبرې یې تېر ایستنه نه ده. له دې سره جوخت د امریکا ان بي سي نیوز هم په یوه راپور کې ویلي وو، چې بایډن ته د افغان سولې اوسنی کاواکه بهیر د منلو نه دی او ښایي په دې اړه ډېر ژر نوي اقدامات ترسره کړي.
































