د ولسمشر لومړي مرستیال د سولې او مشارکتي حکومت په نامه د جوړې شوې طرحې له جزیاتو پرده پورته کړه. امرالله صالح نن پر خپله فیسبوک پاڼه په خپاره کړي مطلب کې ویلي چې ځينې خلک له دې طرحې سره موافق دي خو له خطرونو یې خبر نه دي. دده په وینا دا طرحه د پاکستان د استخباراتي ادارې له لوري جوړه شوې ده چې هڅه کوي په افغانستان کې یو کمزوری حکومت رامنځ ته شي، خو تر ټولو ستر هدف یې دا دی چې دغه هېواد تجزیه شي او شمال او جنوب په خپلو کې سره وجنګوي. صالح وایي د پاکستان هدف دا دی چې د افغانستان جنوبي ولایتونه د طالبانو او د پاکستان تر ملاتړ لاندې د نورو ترهګرو ډلو لپاره امنه سیمه وي او له دې ځایه په افغانستان او نورو هېوادونو کې خپل فعالیتونه تنظیم کړي.
صالح دغه طرحه خورا خطرناکه بللې ده او د افغانستان له خلکو یې غوښتي چې د تل په څېر په هېواد کې قانون د حاکمیت، د پردیو د مداخلې د مخنیوي او ولسواکۍ دفاع وکړي. هغه ویلي د دې طرحې له مخې به لومړی د افغانستان ملي شورا لغوه کېږي، وکیلان به یوازې د معاش په ورکړه خوشاله کېږي، په شمال کې به د وسله والو ډلو ترمنځ د بریا لپاره نښتې رامنځ ته کېږي او په جنوبي ولایتونو کې به د پاکستان او طالبانو حاکمیت وي. صالح همدا راز ویلي چې پاکستان غواړي د نویمو کلونو تګلاره تکرار کړي، مرکزي حکومت کمزوری او بې صلاحیته کړي او د بهرنیو د مداخلې او یوې بلې خونړۍ جګړې د پیل لپاره زمینه برابره کړي.
































