د کابل پولیسو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په کابل کې دویمې چاودنې درېیو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. خبرپاڼه کاږي چې پېښه نن شاوخوا ۱۲ بجې د کابل ښار د اوومې حوزې اړوند جنګلک سیمه کې د ملي اردو پر یو رنجر موټر پسې د نښلول شوي چسپکي ماین د چاودنې له امله رامنځته شوې ده چې په پایله کې یې یو نظامي او یو ملکي وګړی وژل شوي او یو ملکي کس ټپي شوی دی. د کابل پولیسو د پېښې په تړاو تر دې ډېر جزیات نه دي ورکړي. تر اوسه د طالبانو په ګډون کومې وسله والې ډلې د پېښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې. د یادونې ده چې نن سهار هم د کابل په لسمه امنیتي حوزه کې پر یو لنډکروزر موټر چاودنه شوې وه، خو مرګ ژوبله یې نه لرله.
































