افغان حکومت له راتلونکې مې میاشتې وروسته هم په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د پاتې کېدو په اړه د امریکا کانګرس لپاره د چمتو شوي راپور هرکلی کړی، خو طالبانو يې مخالفت کړی. امریکا کې د افغانستان د وضعیت ارزولو یوې ډلې سپارښتنه کړې چې له افغانستان د امریکايي ځواکونو د ایستلو نېټه دې وځنډول شي او دا چاره دې د طالبانو له خوا د دوحې په هوکړه کې د شویو ژمنو عملي کولو سره وتړل شي. د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح دې راپور ته په غبرګون کې د دې راپور د سپارښتنو هرکلی کړی دی. صالح همدا راز له ملي ټلویزیون سره خبرو کې ویلي، د دې راپور د چمتو کولو پر مهال پخپله له ده او ولسمشر غني، او همدا راز له شاوخوا شپېتو ډلو نظرونه غوښتل شوي وو. نوموړی وايي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون له ستونزو ډک دی، او دوی غواړي په افغانستان کې د سولې ټینګښت لپاره سیمه ییز او نړیوال ضمانت موجود وي. بلخوا طالبان وايي، د افغان کشالې یوازینۍ حل لار د امریکا او دې ډلې ترمنځ د تېر کال د دوحې سولې تړون پلې کول دي او که هرڅوک دا تړون مات کړي، د راتلونکې هرې پېښې مسوولیت به یې پر غاړه وي.











