د راپورونو له مخې تېره ورځ د لوګر په برکي برک ولسوالۍ کې د برېښنا په یوه پایه کې ځای پر ځای شوو چاودېدونکو توکو چاودنه کړې چې له امله یې دوه کسه وژل شوي او د ملي اردو د درېیو سرتېرو په ګډون یې اتلس کسه نور ټپيان کړي دي. همدا راز نن سهار مهال بیا د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر یوه لندکروزر ډوله موټر چاودنه شوې ده. په دې پېښه کې یو کس وژل شوی او یو بل ټپي دی. تر اوسه ددې دواړو پېښو مسوولیت چا نه دی منلی او نه یې هم حکومتي ادارو په اړه معلومات ورکړي دي.
































