چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

یوناما: د سولې له خبرو سره هممهاله ملکي تلفات ډېر شوي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 24, 2021
in افغانستان
0
یوناما: د سولې له خبرو سره هممهاله ملکي تلفات ډېر شوي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د روانو جګړو د ملکي تلفاتو راپور خپور کړی دی. د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر په کابل کې په دې خپاره کړي راپور کې ویلي، چې د بین الافغاني خبرو له پيل سره هممهاله ملکي تلفات لوړ شوي او جګړې هم شدیدې شوې دي. یوناما د ملکي مرګ ژوبلې د لویې برخې مسوولین وسله وال طالبان بولي، خو طالبان بیا دغه راپور ردوي. افغان حکومت هم پر دې راپور غبرګون ښودلی او وایي چې طالبان د لوړې سلنې مرګ ژوبلې مسوول دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما وایي چې تېر ۲۰۲۰ز کال په لومړیو کې د سولې لپاره له هیلو ډک کال و او میلیونونه افغانانو دا تمه لرله چې ګواکې په افغانستان کې به روانه جګړه پای ته رسېږي، خو وضعیت د خلکو د تمې پرخلاف خونړی شو. د سرچینې په خبره، سره له دې چې ملکي مرګ ژوبله د تېر کال په پرتله په دې کال کې کمه ده، خو د بین الافغاني خبرو او دوحې هوکړې تر لاسلیک وروسته په افغانستان کې د ملکي وګړو تلفات ډېر شوي دي.

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

په راپور کې راځي چې د تېر ۲۰۲۰ز کال له جنورۍ بیا د ډسمبر تر میاشتې پورې ټولټال ۸۸۲۰ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. سرچینه کاږي چې له دې ډلې (۳۰۳۵) مړه او (۵۷۸۵) نور کسان ټپیان شوي دي. دوی د ملکي تلفاتو ستر لامل په ښارونو او کلیو کې د طالبانو بریدونه او د بهرنیو ځواکونو بمبارۍ یادوي. سرچینه کاږي چې طالبان د شاوخوا ۴۶ سلنې مرګ ژوبلې مسوولین دي. د ملګرو ملتونو په دې راپور کې بیا حکومت د ۲۲ سلنې ملکي تلفاتو مسوول بلل شوی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر مشرې دبورا لاینز بیا د دغه راپور د خپرولو پر مهال له ښکېلو لورو غوښتي چې ژر تر ژره تاوتریخوالی کم کړي. د نوموړې په خبره، د دغه راپور له خپرولو یې موخه دا ده چې ښکېلې خواوې د ملکي وګړو خوندیتوب ته وهڅوي او له دوی وغواړي چې په افغانستان کې روانې جګړې ته د پای ټکی کېږدي او ژر تر ژره اوربند وکړي. د لاینز په وینا: «د دغه مهم راپور اصلي موخه مسوولو خواوو ته د واقعیتونو او سپارښتنو وړاندې کول دي، دوی باید ملکیانو ته د زیان رسېدو د مخنیوي په برخه کې فوري ګامونه اوچت کړي. له دوی غواړم چې د اقداماتو په ترسره کولو ژر تر ژره د لا ډېرو رنځونو مخه ونیسي».

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر همدا راز پر ښکېلو لورو غږ کړی، چې ژر تر ژره د سولې خبرو ته ادامه ورکړي او په دې فکر وکړي چې څنګه کولی شي دلته اوسنی تاوتریخوالی چې تر ټولو ډېر زیان یې ملکي وګړو ته اوړي، له منځه یوسي. د سرچینې په خبره، ملګري ملتونه په افغانستان کې د سولې د خبرو ملاتړ کوي، خو دغه خبرې باید د تاوتریخوالي د کمېدو سبب شي.

بلخوا طالبانو او حکومت دواړو د یوناما پر دغه راپور غبرګون ښودلی دی. د وسله والو طالبانو له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دغه راپور یو اړخیز دی او یوناما یوازې د افغانستان د استخباراتي او امنیتي ادارو ارقام او خبرې اورېدلې دي. د دوی په وینا، د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې اصلي مسوولین افغان حکومت او همدا راز بهرني عسکر دي چې د عامو وګړو کورونه یې بمبار کړي دي. په اعلامیه کې راځي چې راپور د غلطو معلوماتو پر بنسټ جوړ شوی او دوی یې ردوي.

له دې سره جوخت د افغان حکومت د ملي امنیت شورا هم پر دې راپور غبرګون ښودلی دی. دغه شورا وایي، دوی د نړیوالو ادارو د ورته اقداماتو ستاینه کوي چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره هلې ځلې کوي، خو په دې راپور کې طالبان د زیات مرګ ژوبلې مسوولین دي، ځکه د دوی تر پوښښ لاندې ګڼې ترهګرې ډلې دلته فعالیت کوي او ملکي افغانانو ته تلفات اړوي. ملګري ملتونه داسې مهال دغه راپور خپروي چې لا هم په افغانستان کې خونړۍ جګړه روانه ده او عام افغانان له دې جګړې ستړي شوي او له نړیوالو دلته د سولې راوستو هیله لري.

Tags: Top
Previous Post

د سولې خبرو بیا پیل، هیلې او ستونزې

Next Post

توره نجلۍ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
توره نجلۍ

توره نجلۍ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

وروستیو ورښتونو په بدخشان کرنیزې ځمکې وېجاړې کړې دي

وروستیو ورښتونو په بدخشان کرنیزې ځمکې وېجاړې کړې دي

اپریل 8, 2021
چين غواړي له استراليا سره خپلمنځي اړيکې په سم لوري روانې کړي

چين غواړي له استراليا سره خپلمنځي اړيکې په سم لوري روانې کړي

فبروري 9, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved