چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

افغان حکومت: د دوحې هوکړې افغانانو ته نه، بلکې امریکایانو ته ګټه وکړه

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 1, 2021
in افغانستان
0
افغان حکومت: د دوحې هوکړې افغانانو ته نه، بلکې امریکایانو ته ګټه وکړه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه یو کلنه شوه، خو دواړه لوري یې پر یو بل د عملي کولو غږ کوي. امریکا له طالبانو غواړي چې پر خپلو ژمنو عمل وکړي او طالبان بیا له امریکا غواړي چې هوکړه د دوی په څېر عملي کړي. افغان حکومت بیا وایي چې د سولې د خبرو په نامه یوازې وخت ضایع شوی دی، د سولې هوکړې افغانانو ته ګټه نه ده کړې او یوازې یې د امریکایانو لپاره ګټه لرلې ده.

تېر کال د ټرمپ د واکمنۍ پر مهال د کب یا حوت په لسمه په دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شوه. ټاکل شوې وه چې د هوکړې تر لاسلیک وروسته بین الافغاني خبرې پيل شي، دایمي اوربند ته لار هواره شي، بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي او طالبان به له بهرنیو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کوي، خو د دې هوکړې له لاسلیک پوره یو کال کېږي بیا یې هم په افغانستان کې جګړې نه دي کمې کړې او افغانان لا هم نسبي امنیت او سولې ته په تمه دي.

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

په همدې مناسبت تېره ورځ د طالبانو د ویاند له لوري رسنیو ته یوه اعلامیه هم لېږل شوې ده. په دغه اعلامیه کې راغلي، چې طالبانو له خپل لوري د سولې هوکړه عملي کړې او امریکا ته هم په کار ده چې پر خپلو ژمنو عمل وکړي. په اعلامیه کې راځي، چې د سولې هوکړه د افغانستان د روانې جګړې د ختمولو لپاره یوازینۍ حللاره ده او په وینا یې، که له دې پرته بله هره حللاره وړاندې کېږي، نو سر له اوسه به له ماتې سره مخ شي. دوی پر امریکا غږ کړی چې ژر تر ژره خپل سرتېري له افغانستان وباسي او پر هغه ژمنه یې دې عمل وکړي چې ویلي یې وو، د روان میلادي کال تر مې میاشتې به ټول سرتېري له افغانستان وباسي.

طالبانو همدا راز له امریکایانو غوښتي چې د مشرانو نومونه یې له تور لېست وباسي، پاتې بندیان یې خوشي کړي او د دوحې هوکړې ټول اړخونه دې عملي کړي. دوی ټینګار کوي چې د افغان جګړې د ختمولو یوازینۍ لار د سولې هوکړه ده او امریکا ته په کار ده چې پر دې هوکړه عمل وکړي.

بلخوا افغان حکومت بیا په دې باور دی چې د سولې هوکړه یوازې د وخت ضایع کول وو او افغانانو ته یې ګټه نه ده لرلې. د افغانستان د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند رحمت الله اندړ له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې دې هوکړې د سولې په نامه یوازې وخت ضایع کړ، بله کومه ګټه یې افغانانو ته نه لرله. د ده په خبره، د سولې هوکړې باید په افغانستان کې جګړې کمې کړې وای، بین الافغاني خبرې چټکې شوې وای او دلته یې یوه دایمي اوربند ته لار هواره کړې وای. اندړ وایي چې د سولې هوکړې له امریکایي ځواکونو سره د اوربند زمینه برابره کړه او له افغانانو سره یې جګړې نه دي کمې کړې.

د سولې هوکړې له کلیزې سره هممهاله امریکايي چارواکي بیا په دې باور دي چې طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی. په وروستیو کې ګڼو امریکايي او د ناټو ځينو چارواکو په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې طالبان خپلو هوکړو ته ژمن نه دي او باید د سولې پر هوکړه بیا کتنه وشي. د دوی په خبره، طالبانو له القاعده شبکې سره اړیکې نه دي پرې کړې، تاوتریخوالی یې نه دی کم کړی او د سولې په خبرو کې پرمختګ نشته دی.

بلخوا د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني بیا وايي، چې د سولې لپاره د خلکو هیلې له منځه تللې دي. د ده په وینا، طالبانو تر سولې پر جګړې تمرکز ډېر کړی او د دې احتمال شته چې جګړې پيل کړي او په دې سره د افغانانو هیلې نورې هم له منځه یوسي.

Tags: Top
Previous Post

د کلیو د پراختیا وزارت: ‎په جوزجان کې د ۲۱.۴ میلیونو افغانیو په لګښت پراختیایې پروژې بشپړې شوې

Next Post

د دوحې له هوکړې یو کال وروسته

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
پر عبدالرشید دوستم تکیه، ناکاره تجربه

د دوحې له هوکړې یو کال وروسته

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ینس سټولټنبرګ: د سولې بهیر کاواکه دی، د بریا لپاره یې ضمانت نشته

ینس سټولټنبرګ: د سولې بهیر کاواکه دی، د بریا لپاره یې ضمانت نشته

دسمبر 30, 2020
محمد صادق د شهباز شریف ځانګړی سلاکار هم وټاکل شو

محمد صادق د شهباز شریف ځانګړی سلاکار هم وټاکل شو

جنوري 11, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved