لاس انجلس ټایمز ورځپاڼه وایي چې که څه هم د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له طالبانو سره شوې هوکړه کې دغې ډلې ته ډېر امتیازونه ورکړل خو طالبانو په لوی لاس دغه هوکړه زیانمنه کړه. د ورځپاڼې په خبره، طالبانو د هوکړې پر خلاف نه یوازې اوربند ته زمینه برابره نه کړه، بلکې تاوتریخوالي ته یې زور ورکړ او د افغانستان په ټولو ولایتونو کې یې جګړې پراخې کړې. ورځپاڼه کاږي، چې طالبانو په شوې هوکړه کې ډېرې ژمنې کړې وې خو په ډېریو هغو یې عمل نه دی کړی، نو د دغې هوکړې د زیانمنېدو مسوول هم پخپله طالبان دي ځکه چې دې ډلې په ډېره بې پروایي له هوکړې سرغړونو ته دوام ورکړ. د ورځپاڼې په باور طالبانو خپل دریځ روښانه کړی دی او هغه دا چې دا ډله د جګړې کمولو ته چمتووالی نه لري. د ویلو ده چې طالبانو بیا د دوحې هوکړې ته ځان ژمن بللی او ټینګار یې کړی دی چې امریکا باید شوې هوکړه به بشپړه توګه عملي کړي.
































