د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله وایي چې د سولې له نوې طرحې وېره نه ده په کار بلکې باید بحثونه ورباندې وشي او د خبرو له لارې معقوله حل لاره پکې ولټول شي. نوموړي ویلي چې دوی د سولې برخه کې د هر ممکن پرمختګ هرکلی کوي او په هېواد کې د تلپاتې سولې راتګ لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي. عبدالله له ډېرو جزیاتو پرته ویلي، په دې کې شک نه شته چې د افغانستان په اوسني دولت کې به ستونزې وي خو ټینګار یې کړی دی چې هره ستونزه د خبرو اترو له لارې د حل وړ ده. عبدالله دغه راز د خپلو خبرو پر دوام وویل، طالبانو ته هم په کار ده چې د سولې لپاره رامنځته شوي فرصتونه ضایع نه کړي. نوموړي ټینګار کړی دی چې که چېرته کوم لوری فکر کوي چې د جګړې له لارې به خپلو موخو ته ورسېږي نو اشتباه کوي او باید له سره فکر وکړي.
































