امریکن انټرپرایس انسټیټوټ په یوه اوږده مقاله کې د افغانستان په اړه د بایډن د ادارې پر نوې تګلاره کتنه کړې ده. سرچینه کاږي چې د افغانستان په مسئله کې د سیمې د هېوادونو ښکېلول به نه یوازې دا چې دا جګړه ختمه نه کړي، بلکې لا به یې پېچلې کړي، ځکه په دې منځ کې د پاکستان په څېر هېوادونه شته چې پر ژمنو عمل نه کوي. سرچینه همدا راز کاږي چې د افغانانو ترمنځ جګړه یوازې د افغانانو ترمنځ د خبرو له لارې ختمېدلی شي، خو دغه خبرې باید المان، دوحې یا ترکیې پر ځای په افغانستان کې وي. په مقاله کې دغه راز راځي چې امریکا طالبانو ته ډېر امتیازارت ورکړي دي او که په رښتیا سوله غواړي نو د نړیوالو او پاکستان پر ځای دې پر طالبانو فشار راولي چې د تېرو کلونو له لاس ته راوړنو سره موافقه وکړي او دغه راز د ټاکنو له لارې واک ته د ځان رسولو هڅه وکړي. سرچینه کاږي افغانان نور له جګړو ستړي شوي دي او ښه به وي چې د جګړو د ختمولو لپاره ددوی نظریاتو ته لومړیتوب ورکړل شي.
































