روسیه وایي د روانې میاشتې په اتلسمه د افغان سولې په اړه غونډه جوړوي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا ویلي له دې غونډې یې هدف دا دی چې په افغانستان کې روان تاوتریخوالی کم شي، جګړه ختمه شي، دواړه لوري په خپلو کې شته ستونزې حل کړي او په پایله کې یې یو ازاد، با ثباته، خپلواک او پرمختللی افغانستان جوړ شي. زخارووا زیاته کړې چې په دې غونډه کې یې د طالبانو او افغان حکومت په ګډون امریکا، چین او پاکستان ته د ګډون بلنه ورکړې ده. نوموړې تمه ښودلې چې افغان حکومت او طالبان په دې کنفرانس کې مخامخ خبرې وکړي او د یادو هېوادونو په منځګړیتوب به شته فاصله یو څه کمه کړل شي. روسیې بیا تر دې وړاندې ګڼو افغان چارواکو ته په کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړې ده، خو تر اوسه افغان حکومت او سیاسیونو په دې اړه خپله پرېکړه نه ده اعلان کړې.












