د ترکيې د بهرنيو چارو وزير ويلي، چې پلان لري په اپرېل مياشت کې د افغانستان د سولې د خبرو اترو کوربتوب وکړي. نوموړي ويلي چې دوی د افغانستان له پاره ځانگړی استازی هم ټاکي. د ترکيې د بهرنيو چارو وزير مولود چاوش اوغلو داسې مهال دا څرگندونې کوي چې امريکا له افغان چارواکو، د طالبانو له مشرانو او نورو سره د سولې د يوه پلان مسوده شريکه کړې ده چې پکې يې د اوسني حکومت پر ځای د يوه موقتي شراکتي حکومت وړانديز کړی چې تر يوه نوي اساسي قانون لاندې به ټاکنې هم تر سره کيږي. چاوش اوغلو ويلي دي چې ترکيه د سولې پروسې له پيله څخه په دغه بهير کې ښکېله وه. د هغه په خبره امريکا د ترکيې حکومت ته وړانديز کړی چې د افغان حکومت او د طالب استازو تر منځ د سولې د يوه تړون د نهايي کولو د مراسمو کوربتوب وکړي. د چاوش اوغلو په خبره دغه غونډه به د قطر پروسې ته بديل نه وي، بلکې له هغه بهير څخه د ملاتړ په موخه تر سره کيږي.
































