کله چې جو بایډن واک ته ورسېد نو له طالبانو سره یې په دوحه کې د ټرمپ د دورې پر هوکړه د بیا کتنې ژمنه وکړه خو تر اوسه پورې یې وروستۍ پایلې له رسنیو سره نه دي شریکې کړې. سي ان بي سي شبکې په یو راپور کې ویلي، په داسې حال کې چې له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو د وتلو نېټه په رانږدې کېدو ده؛ پنټاګون تر اوسه په دې اړه هیڅ مثبته یا منفي پرېکړه نه ده کړې. راپور کاږي، د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) په دې وروستیو کې یو ځل بیا ویلي چې تر اوسه پورې یې له افغانستان څخه د سرتېرو ایستلو په اړه پرېکړه نه ده کړې او له دې په څرګنده د پنټاګون وارخطایي جوتېږي. راپور کاږي، په افغانستان کې روان تاوتریخوالي او د سرتېرو نه ایستو په صورت کې د طالبانو ګواښ له پنټاګون لار ورکه کړې او اوس نه پوهېږي چې څه وکړي.
































