سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home پوهنتون

کاوون د لوړو زده کړو موسسه

حمیدالله حمیدي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 28, 2021
in پوهنتون
0
کاوون د لوړو زده کړو موسسه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

جامي پوهنتون

کاوون د لوړو زده کړو موسسه چې په مزارشریف ښار کې موقعیت لري، د بنسټ ډبره یې په ۱۳۹۳ کال کې د دوو پر هېواد مینو افغانانو لخوا کېښودل شوې او د ۱۳۹۴ کال په ثور میاشت کې یې پر فعالیت پیل وکړ. د کاوون د لوړو زده کړو موسسې د مالي او اداري معاون نثار احمد مبارز په وینا، کاوون د لوړو زده کړو موسسه له پیله تر اوسه درې پوهنځي (حقوق او سیاسي علوم، اقتصاد او عالي قابلګي) لري. د ښاغلي مبارز په وینا، کاوون د لوړو زده کړو موسسه په شمال زون کې یوازینی هغه خصوصي پوهنتون دی، چې د عالي قابلګۍ پوهنځی یې د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې د لسانس په کچه فارغین ورکوي او دا د دوی لپاره د ویاړ ځای دی.

مبارز زیاتوي، کاوون د لوړو زده کړو موسسه په خپلو دریو پوهنځیو کې پنځه ډېپارټمنټونه لري. د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی یې د قضا او څارنوالۍ او ادارې او ډيپلوماسۍ، اقتصاد پوهنځی یې د ادارې او تجارت او مالي- بانکي او عالي قابلګي پوهنځی یې یو عمومي ډېپارټمنټ لري چې درسي چارې یې د عالي قابلګۍ د یوه عمومي ډېپارټمنټ په چوکاټ کې پر مخ وړل کېږي او ښځینه محصلینې پکې پر زده کړو بوختې دي.

ښاغلی نثار احمد مبارز زیاتوي چې کاوون د لوړو زده کړو موسسې په پیل کې له ۸۰ تر ۱۰۰ پورې محصلین درلودل، چې د وخت په تېرېدو یې شمېر زیات شو او اوسمهال یاده موسسه له ۹۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ پورې فعال محصلین لري چې په دې ډله کې شاوخوا ۵۵ سلنه ښځینه محصلینې او پاتې ۴۵ سلنه نور یې هلکان جوړوي، چې د کاوون د لوړو زده کړو په موسسه کې پر لوړو زده کړو بوخت دي.

ښاغلي مبارز همدا راز وویل، دوی تر دې دمه په ۱۳۹۷ او ۱۳۹۸ کلونو کې له خپلو دریو پوهنځیو څخه په دوو دورو کې ۲۸۰ محصلین فارغ او ټولنې ته یې د خدمت په موخه وړاندې کړي دي.

د کاوون د لوړو زده کړو موسسې یاد مسوول په خپلو خبرو کې وویل، دوی هر کال خپلو دریو پوهنځیو ته په مختلفه کچه نوي محصلین جذبوي چې که څه هم شمېره یې په دقیق ډول مالومه نه ده، خو کاوون د لوړو زده کړو موسسه په کلني ډول له ۲۵۰ څخه تر ۴۰۰ پورې نوي محصلین جذبوي.

د ښاغلي مبارز په خبره، کاوون د لوړو زده کړو موسسه خپلو محصلینو ته ځانګړی تخفیف وړاندې کوي. د نوموړي په وینا، دوی د موسسې لخوا د ټاکلي تخفیف سربېره، له ډېرو دولتي او غیر دولتي بنسټونو لکه د بلخ د ښځو چارو ریاست، د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست، د بلخ د ځوانانو امریت، څارنوالۍ، محکمو، امنیه قوماندانۍ، شاهین قول اردو او داسې نورو سره د دوه اړخیزې همکارۍ تفاهم لیکونه لري، چې پر اساس یې کاوون د لوړو زده کړو موسسې ته د کمزوري اقتصاد لرونکي محصلین او ځوانان ورپېژندل کېږي، څو په لږ لګښت سره وکولای شي چې خپلو لوړو زده کړو ته دوام ورکړي او دوی یې هم په ځانګړي تخفیف سره د لوړو زده کړو لپاره جذبوي.

ښاغلي مبارز زیاته کړه، کاوون د لوړو زده کړو موسسه په دریو ټایمونو کې خپلې درسي چارې پر مخ بیایي، داسې چې عالي قابلګي پوهنځی یې د سهار او له غرمې وروسته دورو کې خپلې درسي چارې پر مخ بیایي او پاتې دوه پوهنځي یې په سهارنۍ او ماښامنۍ دورو کې درسي ټایمونه لري او محصلین یې په همدې دوو دورو کې خپلو زده کړو ته حاضرېږي.

ښاغلي مبارز وویل، لکه څرنګه چې کتابتون د یوه اکاډمیک مرکز او پوهنتون لپاره یو لازمي شرط دی، نو پر همدې اساس دوی د کاوون په لوړو زده کړو موسسه کې مجهز کتابتون لري، چې تر ۵۰۰۰ جلده پورې کتابونه لري. پر دې سربېره، د کاوون د لوړو زده کړو موسسې له نوښت سره سم دوی د خپلو محصلینو لپاره انلاین کتابتون هم لري، چې تر ۳۵ زره جلده پورې برېښنایي کتابونه پکې دي او محصلین کولای شي خپل د اړتیا وړ مالومات ترې تر لاسه کړي.

د کاوون د لوړو زده کړو موسسې د مالي او ادارې معاون په خبره، دوی په مزارشریف ښار کې له ډېرو علمي او اکاډمیکو مرکزونو سره نېکې او علمي اړیکې لري. پر دې سربېره، له هېواده د باندې د جرمني له وېتن پوهنتون سره د خپلو  علمي کدرونو د ظرفیت د ارتقاع په برخه کې تفاهم لیکونه لري او همدارنګه د استانبول ښار له پوهنتون سره یې خبرې اترې روانې دي، چې په نږدې راتلونکي کې به د علمي اړیکو د ټینګښت په برخه کې تفاهم لیک لاسلیک کړي.

ښاغلي مبارز زیاته کړه، دا چې فارغو محصلینو ته د ډيپلوم توضیح او ورکړه د لوړو زده کړو وزارت د کاري لړۍ د ځنډ په موخه یو څه وخت نیسي، نو کاوون د لوړو زده کړو موسسې تر دې دمه د خپلو دواړو دورو فارغو محصلینو ته په انګلیسي او دري ژبو ترانسکرېپټونه او سرټېفېکټونه ورکړي دي، څو له حقوقو او امتیازاتو یې ګټه واخلي.

ښاغلي نثار احمد مبارز زیاته کړه، کاوون د لوړو زده کړو موسسه د خپلو محصلینو د علمي سویې د لوړاوي په موخه ډېر امکانات لکه له ځینو بهرنیو علمي او اکاډمیکو مرکزونو سره د قراردادونو او تفاهم لیکونو درلودل چې پر بنسټ یې د کاوون له لوړو زده کړو موسسې سره مالي مرستې کوي، حقوقي کلینیکونه یا د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي لپاره د عملي زده کړو پروګرامونه جوړول او همدارنګه د قابلګۍ څانګې لپاره د عملي زده کړو امکانات برابروي او محصلینو ته یې لازمې لارښوونې ورکوي او د اقتصاد پوهنځي په برخه کې هم د محصلینو لپاره ځینې د ارزښت وړ کمپیوټري پروګرامونه لکه ICP او داسې نور هم لري، چې د پوهنځي او درسونو اړوند زده کړې پکې پر مخ بیایي.

ښاغلي مبارز همدا راز زیاته کړه، طبیعي ده چې هر علمي بنسټ او اداره د یوې ټاکلې موخې او پلان پر اساس مخ پر وړاندې ځي، کاوون د لوړو زده کړو موسسه هم د لا بډاینې او پرمختګ په موخه ځینې پلانونه لري، چې له هغې ډلې د ظرفیت لوړونې پروګرامونو ته اشاره کولای شو. نوموړي زیاته کړه، له نېکه مرغه چې څو ورځې وړاندې د کاوون د لوړو زده کړو موسسې اداري هیئت او تقنیني کمېټې خپل راتلونکی پنځه کلن ستراتېژیک پلان جوړ کړ، چې په ترڅ کې به یې ځینو لویو پروګرامونو لکه له ګاونډیو هېوادونو سره متقابلو اړیکو ټینګولو، د قابلګۍ د برخې لپاره د یوه پرمختللي او مجهز کدري روغتون جوړولو، د کتابتون او لابراتوار د پرمختګ لپاره د منظمو پلانونو درلودلو او د لا ډېرو اسانتیاوو رامنځته کولو ته پوره پاملرنه وشي.

د کاوون د لوړو زده کړو موسسې د مالي او اداري چارو امر نثار احمد مبارز په خپلو خبرو کې وویل، دوی له دولت او په ځانګړې توګه له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي چې د خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو په برخه کې دې د خپلو پروګرامونو لا ښه والي ته پام وکړي، د بهرنیو هېوادونو په تحصیلي بورسیو کې دې انډول په پام کې ونیسي  او په ټوله کې دې خصوصي سکټور ته لا ډېره پاملرنه او مالي ملاتړ یې دې وکړي، څو د هېواد د علمي برخې او اکاډمیکو مرکزونو کیفیت لا لوړ شي او افغان وګړي وکولای شي چې په هېواد کې لا ډېرې پانګونې ته زړه ښه کړي او علمي او اکاډمیک مرکزونه پر خپلو پښو ودرېږي.

Previous Post

د طالبانو او امریکا ترمنځ د سرتېرو پر حضور یا وتلو ناندرۍ راولاړې شوي

Next Post

دغه طبیعي جوس مو د زړه له ناروغیو ژغوري

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 8, 2021
اسیا د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 1, 2021
جامي پوهنتون
پوهنتون

جامي پوهنتون

by Spogmai Radio
جولای 11, 2021
علامه د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

علامه د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جولای 4, 2021
اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جون 27, 2021
Next Post
دغه طبیعي جوس مو د زړه له ناروغیو ژغوري

دغه طبیعي جوس مو د زړه له ناروغیو ژغوري

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

له کندهاره د ۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت انار بهر ته صادر شوي

له کندهاره د ۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت انار بهر ته صادر شوي

نوومبر 18, 2023
ارزونه: د اوکراین بیارغونه ۴۱۱ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري

ارزونه: د اوکراین بیارغونه ۴۱۱ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري

مارچ 23, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved