د ترکیې د کنفرانس له رانږدې کېدو سره هممهاله په هېواد کې هم د دغې غونډې د بریا لپاره چټکې هڅې روانې دي. د ملي مصالحې عالي شورا، ملګري ملتونه، نړیوال بنسټونه، د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی او د سولې په چارو کې د دولت وزارت دمګړی د طرحو پر توحید او یوې یوازینۍ طرحې پر جوړولو کار کوي او هڅه کېږي د روانې جګړې د ختمولو لپاره ټول وړاندیزونه په نظر کې ونیول شي. بلخوا نړیوالې رسنۍ بیا وایي، چې ښایي بایډن د جګړې د نه ختمېدو له امله دلته د خپلو سرتېرو حضور ډېر کړي، هغه څه چې ښايي دلته د جګړو د دوام سبب شي.
ټاکل شوې چې د روانې اپریل میاشتې په ۱۶مه په ترکیه کې د افغان سولې په اړه مهمه غونډه جوړه شي. رسنۍ وايي چې دغه غونډه به پوره لس ورځې دوام کوي او پکې به د افغانستان د جګړې د ختمولو لپاره کوښښ کېږي. له شاوخوا دوو اونیو راهیسې په دوحه کې د دې غونډې لپاره د چمتووالي په موخه شپږ اړخیزې غونډې روانې دي او هڅه کېږي چې د دې غونډې لپاره اجنډا، ارزښتونه او اصول جوړ شي. بلخوا دلته په کابل کې هم د دې غونډې لپاره تیاری روان دی او د ملي مصالحې عالي شورا پر دې کار کوي چې څنګه وکړی شي له یوې واحدې طرحې سره د استانبول په غونډه کې ګډون وکړي.
د ملي مصالحې عالي شورا تېره ورځ هم له نړیوالو بنسټونو، د سولې په چارو کې د دولت له وزارت او د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي له مشر معصوم ستانکزي سره غونډه لرله. په دې غونډه کې د ترکیې پر کنفرانس او دغه راز د دې غونډې لپاره د یوې یوازینۍ طرحې پر جوړولو خبرې شوې دي. د ملي مصالحې عالي شورا له لوري په خپره شوې اعلامیه کې د ډاکټر عبدالله عبدالله له قوله راغلي، چې د یوې یوازینۍ طرحې د جوړولو لپاره هڅې روانې دي. د ده په خبره:«هڅه کېږي، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت پلاوی ټولشموله وي او د ترکیې ناستې ته د واحد نظر سره ګډون وکړي».
ډاکټر عبدالله عبدالله په دې غونډه کې چې د نړیوالې ټولنې او سیمه ییزو هېوادونو استازي هم پکې وو، د افغان سولې په اړه سیمهییزه او نړیواله اجماع خورا مهمه بللې او په دې برخه کې یې له مرسته کوونکو هېوادونو مننه کړې ده. د ډاکټر عبدالله عبدالله په وینا، څومره چې د افغان سولې په اړه سیمهییزه او نړیواله اجماع پیاوړې کېږي، همدومره افغانان سولې ته نږدې کېږي. ډاکټر عبدالله د سولې په اړه وروستۍ نړیوالې هڅې مهمې وبللې او په خبره یې، دا هر څه په دې مانا دي چې نړیوال له افغان سولې سره همکار دي. د ده په وینا: «د سولې په برخه کې د همکارۍ له امله د سیمې له هېوادونو او نړیوالې ټولنې مننه کوو، دوی د سولې د راتګ لپاره هڅه کړې ده».
نړیوالې ټولنې هم په دې غونډه کې ژمنه کړې چې له افغان سولې سره به همکاري کوي. د سیمې د هېوادونو ځینو سفیرانو له ډاکټر عبدالله عبدالله سره په خبرو کې ډاډ ورکړی، چې د استانبول په غونډه کې به د افغانستان له سولهییز دریځ ملاتړ کوي. ډاکټر عبدالله عبدالله بیا تمه ښودلې چې د ترکیې غونډه په افغانستان کې د روانې جګړې د ختمېدو او دلته د دایمي سولې د راتګ سبب شي.
بلخوا په دوحه کې ځینې سرچینې وایي چې د افغان حکومت او طالب پلاوي ترمنځ له څو اونیو راهیسې د ترکیې د غونډې په اړه بحثونه روان وو، چې د ځینو هېوادونو استازو هم پکې حضور درلود، خو دواړه لوري د اجنډا پر جوړولو بریالي شوي نه دي، چې له همدې امله د افغان سولې په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دوی ته تیاره جوړه شوې طرحه سپارلې او له دواړو لورو یې د عملي کولو غوښتنه کړې ده. د دې طرحې په اړه لا ډېر جزیات نه دي خپاره شوي.












