د امریکایي ځواکونو د وتلو په صورت کې برېټانوي پوځیان هم له افغانستان وتلو ته تیار دي. ډيلي مېل برېتانوۍ ورځپاڼې په یوه مطلب کې ویلي چې دمګړی د ۷۵۰ په شاوخوا کې برېتانوي پوځیان په کابل کې د افغان ځواکونو په روزنځایونو کې فعالیت کوي او همدا چې امریکايي ځواکونه له افغانستان وځي نو دغه سرتېري به هم له دغه هېواد وځي. سرچینه کاږي برېتانوي ځواکونو د خپل ماموریت په موده کې په افغانستان کې خپل ۴۵۴ ملګري له لاسه ورکړي دي او لسګونه نور ټپیان شوي دي. ډېلي مېل وایي که د سرتېرو د ایستلو پرېکړه کېږي نو ښایي ټول بریتانوي ځواکونه افغانستان پرېږدي، ځکه دوی له ناټو سره د شوې هوکړې پر بنسټ راغلي وو او د همدې هوکړې له مخې به په ګډه له دغه هېواد وځي.
































