چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

نوې لوبه؛ پر سوله شکونه او له کورنۍ جګړې وېره

لیکنه: طارق صابر

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 19, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0
یوناما: تېرو درېیو میاشتو کې ۵۷۳ ملکي وګړي وژل شوي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د امریکا ولسمشر جو بايډن تېره اونۍ اعلان وکړ، چې امریکايي ځواکونه به د سپټمبر تر ۱۱ مې، له افغانستانه وباسي. طالبانو ويلي، چې تر هغو پورې به د سولې په خبرو کې ګډون و نه کړي، څو چې ټول بهرني ځواکونه له هېواد څخه ونه وځي. د امریکا دریځ په ملي، سیمه‌ییزه او نړیواله کچه ګڼ غبرګونونه پارولي دي.  حکومت له دې دريځه ملاتړ کړی او ویلي یې دي، چې د بهرنیو ځواکونو په وتلو کې به مرسته وکړي. د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني بیا ويلي، چې د امریکايي ځواکونو وتل به د بلې کورنۍ جګړې سبب شي. هند هم خپله اندېښنه، ښودلې ده. د دغه هېواد د پوځ مشر، جنرال بپن راوت ويلي چې ورانکارې ډلې ښايي د بهرنیو ځواکونو له تشې استفاده وکړي او پاکستان به په افغانستان کې لا نفوذ پیاوړی کړي. د روسیې د بهرنیو چارو ویاندې، ماریا زاخاروا څرګنده کړې، چې که امریکا د دوحې هوکړې له مخې خپل ځواکونه بهر نه کړي، ښايي جګړه بیا ګرمه شي او د بین الافغاني خبرو پر وړاندې لوی خنډ هم جوړوي. ایران بیا له افغان سولې خپل ملاتړ اعلان کړی او ويلي یې دي، چې تهران به له افغان حکومت سره د سولې په بهیر کې هر اړخیزه مرسته وکړي.

همدارنګه د امریکا د ملي امنیت پخواني مشاور مک ماسټر او د سنا ځینو غړو د جو بایډن دریځ غندلی او د شرم وړ يې بللی دی. هغوی ويلي، چې د ځواکونو وتل به امریکا ته سخت تمام شي. بلخوا پنټاګون اعلان کړی، چې افغان خاوره به له نږدې وڅاري او ترهګرې ډلې به د اړتیا په صورت کې له سیمې وځپي.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

امریکا د دوحې په هوکړه کې له طالبانو سره منلې وه، چې خپل ځواکونه به تر مې میاشتې وباسي. اوس يې دا پروسه څو میاشتې نوره هم وځنډوله او لامل يې تخنیکي ستونزې بولي. دغه راز څو ورځې وروسته د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب، د استانبول ناسته کېږي او طالبانو پکې له ګډون ډډه کړې ده. د امریکا له دې دریځ سره، د جګړې د شدت امکان شته. طالبان به يې د دوحې د هوکړې د نه عملي کولو په پار وکړي او حکومت ته به هم بهانه په ګوتو ورشي.

د سیمې ځينې هېوادونه (پاکستان-ترکیه) هم دې ته اړ شوي، چې له امریکا سره د سولې په خبرو کې مرسته وکړي، څو اقتصادي او سیاسي بندیزونه ترې لرې کړي. امریکا د سیمې هېوادونه او افغان سیاسي مشران په روانه نوې لوبه کې د خپلو ګټو پر محور لوبوي. له دې لوبې داسې برېښي، چې د جګړې ډګر به سوړ نه شي او پرته له نظامي حضور به یې مدیریت کړي. امریکا په مستقیم ډول له روانې جګړې ځان باسي؛ خو ګټه به یې ورته ورسېږي. د چین، هند، پاکستان ایران او روسیې متضادې ګټې به د دې سبب شي، چې په افغانستان کې نیابتي جګړه او لوبې دوام ومومي. امریکا به دې جګړې او لوبو ته له سیاسي لارې داسې لوری وټاکي، چې خپله ګټه یې تر ډېره پکې خوندي وي.  دغه هېواد له یوې خوا د سولې پر انتقالي دولت کار کوي او له بلې خوا له شته حکومت سره ژمنه کوي، چې د اړیکو نوی فصل به په ګډه پرانیزي. امریکا داسې لوبه پيل کړې، چې طالبان او حکومت څرګند دریځ نه شي نيولی او سیاسیون يې هم ګنګس کړي دي. حکومت د پاتې طالب بندیانو خوشي کول، خپله سره کرښه بللې وه او ټينګار يې کاوه، چې پخواني خوشې شوي طالبان، بېرته د جګړې ډګر ته ستانه شوي دي. اوس يې بیا پر حکومت منلې ده، چې پاتې طالبان خوشې کړي او له تور لېست يې وباسي. له دې لارې طالبانو ته شین څراغ ښکاره کوي، څو په خپل دریځ کې د امریکا په ګټه نرمښت وښيي.

پر طالبانو د حکومتي چارواکو توندې نیوکې، د دې ډلې نوي دریځ، د مقاومت تر نامه لاندې د ځینو خپلسرو ملېشو جوړول، د سیاسیونو اختلافات او د امریکا لخوا د دوحې هوکړې نه عملي کول، پر سوله شکونه ډېر کړې دي.

خو دا چې د بهرنیانو له وتلو سره به کورنۍ جګړه بیا پيل شي؛ د دې شونتیا اوس نه لیدل کېږي؛ ځکه د امریکا وتل، له شوروي اتحاد سره لوی توپير لري. پخواني شوروي اتحاد په ایډیولوژيک او نظامي ډول پوره ماتې خوړلې وه. امریکا که څه هم له اقتصادي پلوه ستونزې لري، خو لا هم په ایډیولوژیک ډول ژوندی زبرځواک دی او خپله نظامي ماتې د سیاسي لوبې تر شا پټوي؛ څو خپل برم په نړۍ کې وساتي. که امریکا خپل سرتېري وباسي، مانا یې دا نه ده چې د شوروي اتحاد په څېر به افغانستان په پوره ډول پرېږدي. امریکا یوازې نظامي حضور په استخباراتي او سیاسي حضور باندې بدلوي. دغه راز کله چې شورویان وتل، ګڼو تنظیمي ډلو په قومي لحاظ  نفوذ درلود او مسلح وې. اوس پخواني نظامي احزاب چې د کورنۍ جګړې سر لاري وو، په سیاسي احزابو باندې بدل شوي دي او شونتیا يې کمه ده، چې بېرته دې نظامي شي. پرته له حکومت او طالبانو په جګړه کې نور ښکېل لوري هم نه تر سترګو کېږي.

 همدا راز پخوانی پوځ له دې امله دړې- وړې شو او جګړه یې کنټرول نه شوای کړی، چې بهرنۍ مرستې پرې بندې شوې وې، خو نړیواله ټولنه له افغان ځواکونو سره بیا- بیا د مرستې ژمنه کوي.

طالبانو هم بدلون کړی دی؛ کله يې چې د سولې پروسه له امریکا سره پيل کړه، سیاسي حللاره يې ومنله، که څه هم دا ډله نظامي مخینه لري. له پورته واقعیتونو داسې ښکاري چې پرته له ځواکمنې استخباراتي او سیاسي برنامې، ګرانه ده چې د ۹۰یمې لسیزې داستان دې کټ-مټ تکرار شي. روان تبلیغات یوازې د عامه ذهنیت خرابولو په پار کېږي، چې ګنې د بهرنیانو په وتلو سره په کورنۍ جګړه وشي.

په هېواد کې د هرې لوبې اصلي قربانیان یوازې افغانان دي. روانه نوې لوبه هم امریکا پیل کړې او غواړي په پوره ډول یې وګټي. که حکومتي چارواکي، طالبان او سیاسي مشران په دې حساسو شرایطو کې خپلواک ګام واخلي، له شخصي ګټو تېر شي او رېښتينې قرباني ورکړې؛ تمه کېدای شي چې سوله وشي.

Previous Post

له جينوا تر استانبوله د ازغو په څوکو!

Next Post

حکومت د رامنځ ته کېدونکي وضعیت مدیریت ته پر تیاریو بوخت دی

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
حکومت د رامنځ ته کېدونکي وضعیت مدیریت ته پر تیاریو بوخت دی

حکومت د رامنځ ته کېدونکي وضعیت مدیریت ته پر تیاریو بوخت دی

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

شانګهای همکارۍ سازمان د ايران د وضعيت په اړه اعلاميه خپره کړه

جنوري 17, 2026
د تخار د والي پخوانی ویاند: د ملکي تلفاتو راپور خپرولو له امله،دندې څخه لرې شوم

د تخار د والي پخوانی ویاند: د ملکي تلفاتو راپور خپرولو له امله،دندې څخه لرې شوم

دسمبر 21, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved