د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون یو ځل بیا پر ښکېلو لورو غږ کړی چې له جګړو لاس په سر شي او د سولې لار خپله کړي. دغه کمیسیون د وردګو په جلریز او سید اباد ولسوالیو کې وروستیو ملکي تلفاتو ته په اشارې ویلي چې د جګړې ښکېل لوري د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره هېڅ راز پاملرنه نه کوي او د روانې جګړې تر ټولو ستر مالي او ځاني زیان ملکي وګړو ته اوړي. دغه کمیسیون پر طالبانو او حکومت غږ کړی چې مذاکرات چټک کړي او د جګړو کچه دې راښکته کړي. کمیسیون پر افغان حکومت هم غږ کړی چې د ملکي تلفاتو عاملین دې ونیسي، قانوني چلند دې ورسره وکړي، د پېښو په اړه دې ټول جزیات له خلکو سره شریک کړي او د زیانمنو شوو کورنیو تاوان دې پرې کړي.
































