د نړۍ د اوو ځواکمنو صنعتي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان کې د هدفي وژنو او بریدونو د درولو غوښتنه کړې. په بریټانیا کې د جې اووه ډلې د افغان سولې بهیر، سیاسي هوکړې او د استانبول ناستې د جوړېدو لپاره د هڅو ملاتړ کړی دی. د جي اووه ډلې غړیو د دوحې خبرو د دوام ملاتړ کړی او د استانبول ناستې د ژر جوړېدو غوښتنه یې کړې ده. د جي ۷ هېوادونو په اعلامیه کې راغلي، یو تلپاتی سیاسي جورجاړی، سولې ته د رسېدو یوازېنۍ لار ده او د ټولو افغانانو په ګټه ده. د جې اووه ډلې په اعلامیه کې ویل شوي، چې د جګړې ښکېل لوري دې له وژنو او تاوتریخوالي لاس واخلي او د خبریالانو، ښځو او د بشري حقونو د فعالانو وژنه باید ودریږي؛ ځکه، چې سولې ته د رسېدو لپاره یو هر اړخیز اوربند ته زمینه برابره شي.
































