په اسلام آباد کې د افغانستان سفیر نجیب الله علي خېل د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري احضار شوی دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت علي خېل ته د یو شمېر افغان چارواکو د وروستیو څرګندونو په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او رسمي احتجاج یې کړی دی. دغه راز د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په دې اړه یوه اعلامیه خپره کړې او ویلي یې دي چې پاکستان افغان لوري ته د یو شمېر چارواکو د وروستیو څرګندونو په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې دي. دغه اعلامیه زیاتوي چې دغه ډول بیانونه غیر مسؤلانه، له حقیقت څخه لرې او بې بنسټه تورونه دي چې په وینا یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور فضا له منځه وړي. اسلام اباد کې د افغانستان سفارت او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د دغې موضوع په اړه څه نه دي ویلي.
































