سه شنبه, جون 9, 2026
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
    د جهادي اثارو د ساتنې قانون توشیح او په رسمي جریده کې خپور شو

    د جهادي اثارو د ساتنې قانون توشیح او په رسمي جریده کې خپور شو

    کندهار ښار کې ملي بسونو فعالیت پيل کړ

    کندهار ښار کې ملي بسونو فعالیت پيل کړ

    کرکټ؛ هند په ټېسټ لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه

    کرکټ؛ هند په ټېسټ لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه

    د پنجشېر د کانونو په عوایدو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی

    د پنجشېر د کانونو په عوایدو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی

    یونیسف: ښځینه روغتیاپالانې د ماشومانو د واکسیناسیون په بهیر کې مهم رول لري

    یونیسف: ښځینه روغتیاپالانې د ماشومانو د واکسیناسیون په بهیر کې مهم رول لري

    د هرات ـ مزارشریف؛ د اورګاډي پټلۍ پروژې د تمویل په اړه ګډه ناسته وشوه

    د هرات ـ مزارشریف؛ د اورګاډي پټلۍ پروژې د تمویل په اړه ګډه ناسته وشوه

    اوچا: لوکزامبورګ د افغانستان بشردوستانه صندوق سره ۳۰۰ زره یورو مرسته وکړه

    اوچا: لوکزامبورګ د افغانستان بشردوستانه صندوق سره ۳۰۰ زره یورو مرسته وکړه

    د ا.ا مشر: د خلکو اصلاح د تعلیم له لارې ممکنه ده

    د ا.ا مشر: د خلکو اصلاح د تعلیم له لارې ممکنه ده

    د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په تړاو غونډه جوړوي

    د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په تړاو غونډه جوړوي

  • سیمه
    پزشکیان: امریکا سره خبرو کې له خپلو اصولو نه تیریږو

    پزشکیان: امریکا سره خبرو کې له خپلو اصولو نه تیریږو

    کوټه کې د چاودنې له امله ۲۴ کسان وژل شوي

    کوټه کې د چاودنې له امله ۲۴ کسان وژل شوي

    پاکستان کې بهرنۍ پانګونه ۳۱ سلنه کمه شوې ده

    پاکستان کې بهرنۍ پانګونه ۳۱ سلنه کمه شوې ده

    باجوړ کې ۱۵ پاکستاني پولیس وژل شوي

    باجوړ کې ۱۵ پاکستاني پولیس وژل شوي

    راپورونه: د پاکستان پورونه د ریکارډ لوړې کچې ته رسېدلي

    راپورونه: د پاکستان پورونه د ریکارډ لوړې کچې ته رسېدلي

    عراقچي؛ د بریکس د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې لپاره نوي ډیلي ته تللی

    عراقچي؛ د بریکس د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې لپاره نوي ډیلي ته تللی

    سعودي عربستان د ایران پر خاوره نا اعلان شوي هوايي بریدونه کړي

    سعودي عربستان د ایران پر خاوره نا اعلان شوي هوايي بریدونه کړي

    هاکان فیدان؛ د ایران جګړې په اړه د خبرو اترو لپاره قطر ته ځي

    هاکان فیدان؛ د ایران جګړې په اړه د خبرو اترو لپاره قطر ته ځي

    بلوچستان کې د پراخې اورلګېدنې له امله ۴۵ کسان ټپيان شوي

    بلوچستان کې د پراخې اورلګېدنې له امله ۴۵ کسان ټپيان شوي

  • نړۍ
    ټرمپ: ایران او اسراییل دې سمدستي یو پر بل بریدونه ودروي

    ټرمپ: ایران او اسراییل دې سمدستي یو پر بل بریدونه ودروي

    روسیې د اوکراین ۳۳۹ ډرون الوتکې رانسکورې کړې دي

    روسیې د اوکراین ۳۳۹ ډرون الوتکې رانسکورې کړې دي

    ایران: امریکا سره احتمالي هوکړه د کنګل شویو شتمنیو ازادېدو سره تړلې

    ایران: امریکا سره احتمالي هوکړه د کنګل شویو شتمنیو ازادېدو سره تړلې

    عراقچي: ایران د اوربند د سرغړونو پر وړاندې دفاعي اقدام کوي

    عراقچي: ایران د اوربند د سرغړونو پر وړاندې دفاعي اقدام کوي

    پيکس: د مې میاشت کې د پاکستان امنیتي وضعیت یو ځل بیا خراب شوی

    پيکس: د مې میاشت کې د پاکستان امنیتي وضعیت یو ځل بیا خراب شوی

    محسن رضايي: د لبنان په سویل کې د اسراییلو د عملیاتو پر پراختیا اندېښنه ښودلې

    محسن رضايي: د لبنان په سویل کې د اسراییلو د عملیاتو پر پراختیا اندېښنه ښودلې

    ټرمپ: له ایران سره احتمالي هوکړه د اټومي مسایلو په اړه روښانه مادې لري

    ټرمپ: له ایران سره احتمالي هوکړه د اټومي مسایلو په اړه روښانه مادې لري

    رویټرز: ایران او امریکا د اوربند د غځولو او اټومي خبرو پر پیل سلا مشورې کوي

    رویټرز: ایران او امریکا د اوربند د غځولو او اټومي خبرو پر پیل سلا مشورې کوي

    سېف د چلډرن: ۱۵۳ میلیونه ماشومان د خوړو له کمښت سره مخ دي

    سېف د چلډرن: ۱۵۳ میلیونه ماشومان د خوړو له کمښت سره مخ دي

  • اقتصاد

    د پنجشېر له باغونو ۱۳۰ ټنه د ګیلاسو حاصلات راټول شوي

    د پنجشېر له باغونو ۱۳۰ ټنه د ګیلاسو حاصلات راټول شوي

    ازبکستان: د افغان -ټرانس دهلېز د امکان سنجۍ چارې چټکې شوي

    ازبکستان: د افغان -ټرانس دهلېز د امکان سنجۍ چارې چټکې شوي

    چینايي شرکتونه؛ د برېښنا تجهیزاتو او تخنیکي روزنو په برخه کې پانګونې ته لېواله دي

    چینايي شرکتونه؛ د برېښنا تجهیزاتو او تخنیکي روزنو په برخه کې پانګونې ته لېواله دي

    ترکمنستان؛ د قالینو په ملي جشن کې افغاني غالۍ نندارې ته وړاندې شوې

    ترکمنستان؛ د قالینو په ملي جشن کې افغاني غالۍ نندارې ته وړاندې شوې

    هلمند کې د پنبې دانې د غوړیو تولید پراخ شوی دی

    هلمند کې د پنبې دانې د غوړیو تولید پراخ شوی دی

    له منځنۍ اسیا سره د افغانستان سوداګري له ۱.۲ میلیارد ډالرو اوښتې

    له منځنۍ اسیا سره د افغانستان سوداګري له ۱.۲ میلیارد ډالرو اوښتې

    ازبکستان افغانستان ته ۳۲۰ ټنه بشري مرستې را لېږلې دي

    ازبکستان افغانستان ته ۳۲۰ ټنه بشري مرستې را لېږلې دي

  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • ژوند او روغتیا
  • نړیوال خبرونه
  • معلوماتي خپرونې
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
    • کتاب
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result

سیاسي ناندرۍ او د افغانستان د پیسو د ورکړې یا تادیاتو نظام

لیکوال: خان افضل هډه‌وال- د افغانستان بانک مخکینی سرپرست

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مې 23, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0 0
0
سیاسي ناندرۍ او د افغانستان د پیسو د ورکړې یا تادیاتو نظام
0
شریک شوی
0
لیدونکي
Share on FacebookShare on Twitter

که افغانستان په سیاسي او نظامي لحاظه له یو لوی ازمون سره لاس او ګريوان دی، نو په اقتصادي لحاظه او په ځانګړې توګه د بانکي خدماتو ازمون هم له دې برخو څخه مستثنی نه دی، بلکې کېدای شي چې په یوه مرحله کې تر دې نورو برخو خطرناک ثابت شي، په ځانګړي ډول د نظامي پرسونل معاشاتو، اعاشې مصارفو او جنګي خدماتو لپاره د مالي امکاناتو برابرول هغه څه دي، چې تر اوسه په دې اړه هېڅ ستراتېژي او وړاندوینه نه ده موجوده. افغانستان محدود بانکي نظام لري، همدارنګه د دغه هېواد جغرافیوي جوړښت د نغدو پیسو انتقال مشکل کړی چې په روان جنګي حالت او بهرنیانو په کمېدو او وتلو سره به نور هم پېچلی شي، خو نېکمرغي دا ده چې د افغانستان په بانکي نظام کې پرمختللي عصري وسایل موجود دي چې د مختلفو محصولاتو په عیارولو سره دا تشه ورکولی/کمولی شي. په دې حساس وخت کې د تادیاتو په مختلفو سیستمونو کې د محصولاتو فعالول، د بانک تادیاتي ستراتېژي چې دا محصولات او خدمات پکې تشرېح او د پلي کولو میکانیزم یې بیان شوي وي، حیاتي ګڼل کېږي. دلته د افغانستان په موجوده تادیاتي نظام کې مختلفو سیستمونو ته یو کتنه کوو:

ما بیا بیا ویلي، چې د افغانستان بانک یوازې د افغانیو د چاپ او نشر مسوولیت نه لري، خو له بده مرغه زموږ ډېر مطرح چارواکي او سیاسیون په دې اند دي، چې د افغانستان بانک د مدیریت لپاره یوازې اقتصادي پوهه کافي ده، خو دا مطلق ناسم او د مالي‌نظام له اوسني جوړښت سره هېڅ سر نه لګوي.

د افغانستان بانک د قانون د ۸۷یمې مادې په اساس، د افغانستان د تادیاتو د سیستم د پراختیا، ساتنې او تاسیس مسوولیت لري او همدارنګه افغانستان کې د دې سیستم د خدماتو وړاندې کوونکو د ثبت، تنظیم او نظارت مسوول هم دی.

د بُن له کنفرانس وروسته په اقتصادي ډګر کې تر هرڅه مهم د پیسو انتقالات وو، نړۍ چې افغانستان ته مخه کړې وه، سیاسي او نظامي  حضور یې په افغانستان کې پیدا کړی و، د خپلو ډیپلوماتانو او عسکرو د مصارفو لپاره يې پیسو ته ضرورت درلود، خو دلته په افغانستان کې بانکي نظام تر دې حده کمزوری و، چې له بهره د پیسو انتقالاتو امکان نه درلود. د دې ترڅنګ د افغانستان مالي نظام چې د طالبانو په وخت کې تور لېست ته تللی و، لا هم په تور لېست کې و او بهرنیو بانکونو افغانستان ته پیسې نه انتقالولې. د لنډمهاله ادارې په جوړېدو سره چې د افغانستان ټوله بودیجه هم د بهرنیو هېوادونو له خوا تموېلېده، ضرورت درلود ترڅو پیسې بودیجې ته انتقال شي او د دولت چارې پر مخ لاړې شي. په همدې اساس د افغانستان بانک د پیسو د انتقالاتو لپاره کار پیل کړ، چې لاندې برخې یې درلودې:

  • نړیوال تادیاتي سیستم
  • داخلي تادیاتي سیستم

لومړی– په نړیوال تادیاتي سیستم کې د غټو پیسو د انتقال لپاره کار وشو، دلته دوې برخې مهمې دي:

۱- له هېواده بهر د پیسو د انتقال سیستم چې د سویفټ((SWIFT (Society for Worldwide interbank Financial Telecommunication) په نوم یادېږي.

۲- له بهرنیو بانکونو سره د حسابونو پرانیستل او د بهرنيو هېوادونو له تور لېست څخه د پخوانيو حسابونو خلاصول/ایستل

سویفټ SWIFT له هېواده بهر د پیسو د لېږد شبکه

له سویفټ شبکې سره بحث او تړون د بهرنیو همکارانو او مشاورینو په مرسته ترسره شو او افغانستان د دې شبکې غړیتوب ترلاسه کړ. په همدې سلسله د بانک ځینو مامورینو ته ټرېنېنګ ورکړل شو، ترڅو دا کار بیا پر مخ بوځي او د پیسو د انتقالاتو پروسه عملاً پیل شوه. جالبه یې دا وه چې افغانستان هېڅ ډول بانکي مقرراتي او نظارتي نظام نه درلود، خو بهرنیو بانکونو د افغانستان بانک ته حسابونه افتتاح کړل او له کوم قید او خاصو شرایطو پرته یې پیسې انتقالولې، خو اوس د افغانستان د بانکي نظام مقرراتي چوکاټ دومره معیاري دی چې په سیمه کې یې ساری کم لیدل کېږي، خو بهرني بانکونه هره ورځ د افغانستان له بانکي نظام سره علاقه پرې کوي. طبعاً چې دلیل یې د نړیوالو او پر سر کې د امریکا علاقه او اړیکې دي، چې اوس ډېرې کمې رنګې شوې.

داخلي تادیات

د داخلي انتقالاتو لپاره یو محدود سیستم چې د مالي متخصصینو او د IT برخې تخنیکي مامورینو په مرسته جوړ شو، رامنځته شو. دغه سیستم دری برخې درلودې:

۱- ای سي اېس اېس((ACSS (Afghanistan Clearing & Settlement System)

۲- د افغانستان د وجوهو د انتقالاتو سیستم یا((AFTS (Afghanistan Funds Transfer System)

۳- د انفرادي معاشاتو سیستم یا ((ISP (Individual Salary Program)

ای سي اېس اېس سیستم

دغه سیستم په ۲۰۰۴ز کال کې د تجارتي بانکونو ترمنځ د معاملاتو د ترسره کولو لپاره جوړ شو؛ لکه څنګه چې مو پورته وویل دا سیستم د افغانستان بانک لخوا په مخ وړل کېږي. په دغه سیستم کې غټ او واړه ټول مالي معاملات ترسره کېږي، تجارتي بانکونه د دغه سیستم ونډه لرونکي دي، البته په ۱۳۹۲کال کې مو د مالیې وزارت له عوایدو او ګمرکونو سره تفاهنامه لاسلیک کړه، چې د عوایدو راټولولو لپاره له دغه سیستم څخه هم ګټه واخلي. اوسمهال مالیې وزارت د ګمرکونو د عوایدو برخې د هېواد په ۱۵ ګمرکونو کې له دې سیستم څخه استفاده کوي(ښايي دا شمېر به اوس نور هم زیات شوی وي). په دغه سیستم کې یورو، ډالر او په افغانیو پیسو معاملات ترسره کېږي. البته د افغانستان بانک د ټولو هغو اداراتو څخه چې دا سیستم استعمالوي، کمېشن یا اجوره اخلي. په دغه سیستم سره مو د افغانستان د پیسو د انتقالاتو سیستم چټک، ګټور، خوندي او له خطرونو خلاص کړ، چې اساسي موخې یې:

– په برقي شکل د عوایدو راټولول او د نغدو پیسو کمښت، ترڅو تر ډېره د فساد مخنیوی وشي

– د حساب ورکونې او شفافیت فرهنګ عامول

– د زیات وخت او بیروبار مخنیوی

– د هېواد په کچه د بانکي نظام فعالیت پراخول

دا اهداف مو لاسته راوړل او د افغانستان بانکي نظام مو د پرمختګ او عصري کېدو پر لور روان کړ.

د افغانستان د وجوهو د انتقالاتو سیستم یا (AFTS)   Afghanistan Funds Transfer System

لکه څنګه چې مو پورته یادونه وکړه، چې د افغانستان بانک کوم نړیوال معیاري سیستم نه درلود، خو د طالبانو له سقوط وروسته بېړه او اړتیا زیاته وه. په همدې اساس د احتیاجاتو د رفع کولو لپاره په بېړه کارونه ترسره کېدل او وروسته بیا په اساسي کارونو کار کېده. په همدې اساس د افغانستان بانک د نماینده‌ګیو تر منځ د معاملاتو ترسره کېدو او تصفیې لپاره چې پخوا د ټېلګرام یو زوړ سیستم استعمالېده او په دغه وخت کې ډاډمن سیستم نه و، پر ځای يې نوی سیستم چې د اې اېف ټي اېس یا AFTS په نوم یادېده، جوړ شو. البته دا هم په ټولو معیارونو جوړ سیستم نه و، چې وروسته مو بیا په بل سیستم بدل کړ، چې یادونه یې وروسته راځي.

د انفرادي معاشاتو سیستم یا ((ISP (Individual Salary Program)

په دولتي ادارو کې معاشات تل یوه ننګونه وه او تر اوسه هم دا ستونزه نه ده حل شوې. پخوا به (چې له بده مرغه په یو شمېر دولتي ادارو کې اوس هم شته) دولتي ادارو کارمندانو ته معاشونه یوه شخص ته چې تحویلدار/خزانه‌دار په نوم یادېده، سپاره او بیا به هغه په فزیکي شکل دغه معاشونه تادیه کول. په دغه سیستم کې د فساد ترڅنګ لوی خطر هم موجوده و، چې هرې دولتي ادارې شکایت کاوه. د افغانستان بانک په پیل کې په ابتدايي ډول د انفرادي معاشونو پروګرام پیل کړ چې هرچاته دولت مستقیم معاشونه ورکړي. دا پروګرام د اي اېس پي په نوم یادېده چې بیا وروسته بانکونو ته پراخ او هر مامور ته مستقیم حساب پرانيستل شو.

ویسټرن یونین Western Union

ویسټرن یونین د پیسو د انتقال یوه نړیواله شبکه ده، چې د لږ پیسو لپاره استعمالېږي. دا چې افغانستان د محدود بانکي نظام په اساس د پیسو د انتقالاتو لپاره محدود امکانات درلودل او بل طرف ته ډېر افغانان چې له هېواده بهر اوسېدل، خپلو کورنیو او دوستانو ته د پیسو د انتقال لپاره صرافان (حواله) او یا هم د ګاونډیو هېوادونو مالي نظام یې استعمالوه، نو په دې اساس په افغانستان کې د ویسټرن یونین خدمات وړاندې کول اړین وو، ترڅو مو یو طرف ته هېوادوالو ته آسانتیاوې برابرې او بل طرف د افغانستان په اسعاري زېرمو کې مو د زیاتوالي او د افغانیو د ثبات لپاره مو وسیله پیداکړې اوسي. د افغانستان ټول بانکونه په دې وتوانېدل چې دا غړیتوب ترلاسه او له دې لارې د انتقالاتو خدمات عرضه کړي. اوس د افغانستان په هر ولایت کې د ویسټرن یونین شبکې خدمات شته او خلک پرې پیسې انتقالولی شي. په لومړي ځل دا خدمات په ۲۰۰۴ز کال کې پیل شول.

د افغانستان د تادیاتو سیستم یا APS

په دې کې شک نشته چې په افغانستان کې بانکداري وه، خو په هغه کچه پرمختللې نه وه؛ لکه، په نوره نړۍ کې چې له مختلفو محصولاتو برخمنه ده. په بانکي نظام کې تر ټولو مهمه برخه د تادیاتو نظام دی. دا که د صادراتو او وارداتو د تصفیې لپاره وي ‌او که د هېواد د ننه د پیسو تادیات اوسي. له بده مرغه په افغانستان کې نظام ټول نغدي و، ټولې معاملې په نغدو اجرا کېدې، بانکي خدمات په تادیاتو کې معمول نه وو، ان په دولتي ادارو کې به چې داوطلبي کېده، د بانک ګرنټي معمول څه، چې ان نه منل کېده، بلکې نغدي تضمین به يې اخیست. په دې برخه کې د فساد او شفافیت نشتوالي ترڅنګ خطرونه هم ډېر زیات وو، ان د ژوند خطر. ډېرو خلکو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړ. سره له دې چې د نوې بانکدارۍ له پیل سره د انتقالاتو لپاره سویفټ شبکه بانکونو راوړه، ویسټرن یونین هم فعال شوی و او ان د تنخواګانو د تاديې لپاره به بانکي حسابونه پرانیستل کېدل، همدارنګه په ۲۰۰۳ او ۲۰۰۴ کلونو کې یوه پروژه چې Individual Salary Program (ISP) یا د انفرادي ‌تنخوا پروګرام په نوم یادېده، هم پیل شوه چې پورته مو یې یادونه وکړه او په پیل کې د داخلي انتقالاتو لپاره چې دAfghanistan Clearing & Settlements System (ACSS) په نوم یادېده جوړ شوی و، خو د بین البانکي تادیاتو او تصفیوي سیستم چې اتومات صرافي ماشینونه، واړه د خریدارۍ یا POS ماشینونو سره وصل او بیا یې د افغانستان بانک له لارې تصفیه او تسویه کړي او یا نړیوال کرېډت کارتونه په دغه سیستم کې کار وکړي، موږ نه درلود. له نړیوال بانک سره مې په دې اړه هغه وخت بحث وکړ، چې زه د افغان ملي بانک رييس وم. هغوی راسره د تمویل او تخنیکي مرستې ژمنه وکړه، البته په دې شرط چې د افغانستان بانک اعتراض ونه لري. په ۲۰۱۰ز کال کې مې د افغانستان بانک منظوري واخیسته او دا سیستم مو لومړی په افغان ملي بانک کې عملاً پیل کړ چې وروسته یې نورو تجارتي بانکونو هم غړیتوب واخیست او نن د افغانستان د تادیاتو د سیستم یا Afghanistan Payment System (APS) په نوم یادېږي چې پورته ټول تادیاتي خدمات عرضه کوي.

موبايل مني ( د ټلیفون له لارې بانکداري)

موبایل مني یا د ټلیفون له لارې بانکداري سره له دې چې په ډېرو پرمختللو او هېوادونو کې نشته، ان په ډېرو محدود هېوادونو کې په درېیمه نړۍ کې لیدل کېږي چې هند او کینیا یې بهترینې بېلګی ښودلې شو. دا خدمات په هغو هېوادونو کې چې مالي خدماتو ته لاسرسی سخت وي، نو دا یوه ګټوره لاره ده. موږ په افغانستان کې څو مخابراتي شرکتونو ته د دې خدماتو جواز ورکړی و، چې اوس دا لاندې خدمات عرضه کوي:

– په بانک کې داخلي انتقالات (له یوه حساب څخه بل حساب ته)

– کرېډېټ کارت اخیستل

– د برق بل تادیه کول

– له بانک څخه بانکي صورت حساب او چک بک غوښتل

– د معاشاتو تادیه او د وړو پورونو د قشطونو تادیات

– د پیسو انتقالات او داسې نور.

(ATS) سیستم (Automated Transfer System)

د افغانستان بانک لپاره ابتدايي محاسبوي او راپور ورکونې سیستم چې ویرمتي په نوم یادېده، د امریکا د پراختیایې ادارې یا USAID په مالي مرسته اخیستل شول و. زه چې کله د افغانستان بانک ته د مرستیال په توګه لاړم، نو تجربه مې په دې برخه کې کافی زیاته شوې وه او دا راته معلومه شوې وه چې یاد سیستم د افغانستان بانک یعنې د مرکزي بانکونو لپاره نه، بلکې د تجارتي بانکونو لپاره ډیزاین شوی سیستم دی، په همدې دلیل موږ د افغان ملي بانک لپاره هم واخیست. بل دلیل دا و، چې دا سیستم د ابتدايي کارونو لپاره و. اوس نو زه په دې پوهېدم چې موږ د افغانستان بانک لپاره داسې سیستم ته ضرورت لرو چې نه یوازې محاسبوي سیستم او راپورونه جوړ کړي، بلکې موږ داسې سیستم ته ضرورت لرو چې د حسابونو تصفیه په یوه وخت کې وکړي، بین‌البانکي حسابونه تصفیه کړي، نظارتي برخه کې مرسته وکړي، زموږ په ملي ‌ذخیرې کې د مدیریت لپاره ګټور وي،  د چکونو معیاري تصفیوي سیستم ولري او ټول ضرورتونه د یوه معاصر مرکزي بانک پکې ځای په ځای شوي وي. په همدی دلیل مو له نړیوال بانک سره په همدې برخې بحث وکړو او هغوی راسره د دې په تمویل کې ژمنه وکړه چې بیا مو دا برخه عملاً پیل کړه. دا سیستم دوه انتقالي سیستمونه لري:

  1. په یو وخت کې د تصفیې سیستم چې د RTGS په نوم یادېږي
  2. د چکونو د تصفیې سیستم چې د ACH په نوم یادېږي

لومړی– د بین‌البانکي معاملاتو تصفیه، د اسعارو اخیستل او خرڅول، د بهادار پاڼو تصفیه، د ای سي اېچ یا چکي معاملات تصفیه او همدارنګه هغه معاملات چې د افغانستان د تادیاتو په سیستم یا APS کې ترسره کېږي، تصفیه کوي.

دویم– د وړو بانکي معاملاتو اجرا کول، مستقیم ډبټ او د الکترونکي چکونو تصفیې ترڅنګ جمعي معاملات؛ لکه معاشات.

البته دا اوږده پروژه وه او تطبیق یې ډېر وخت ته ضرورت درلود. زه فکر نه کوم چې دا برخه تر اوسه هم مکمله فعال وي، البته زیاتې برخې یې فعالې دي.

((CSD (Central Security Depository)

دا سیستم مو د دولتي بهادار پاڼو د تصفیې لپاره کار ورکوي چې ټول بهادار معاملات ثبتوي. اخیستل او خرڅول او تصفیه د دې پاڼو له لارې ترسره کېږي. په CSD کې د ټکټانې سنجش او د وخت یا مودې پوره کېدل هم ثبتیږي. لنډه دا چې هر هغه څه چې د اسناد بهادار پورې تړلي وي، په دغه سیستم کې اجرا کېږي.

ShareTweet
Spogmai Radio

Spogmai Radio

  • amg
  • Home 1
  • Home 2
  • JeetCity Casino: Traditional Games for Big Stakes
  • Privacy Policy
  • Privacy Policy
  • Sample Page
  • Sample Page
  • With Casino Ozwin Casino and Win Big!
  • الرئيسية
  • الصفحة الرئيسية 2
  • الصفحة الرئيسية 3
  • الصفحة الرئيسية 4
  • الصفحة الرئيسية 5
  • زموږ سره اړیکه
  • کورپاڼه
Call us: +1 234 JEG THEME

Designed and Developed By Icode © 2020 SpogmaiRadio. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In