چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د اسټرالیا سفارت تړل کېدل او د ډیپلوماتیکې انزوا د خطر زنګ

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مې 26, 2021
in تبصرې
0
د دولت عالي شورا به د سیاسي اجماع سبب شي؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

اسټرالیا وايي چې تر راتلونکې جمعې پورې په کابل کې خپل سفارت تړي. د اسټرالیا لومړي وزیر سکاټ موریسن ویلي چې د نامعلوم امنیتي حالت له امله دا  پرېکړه کوي. په کابل کې د اسټرالیا سفارت وایي، هیله ده حالت ښه شي او دوی بېرته کار پیل کړي. افغان حکومت هم وايي، له دې پرېکړې خبر دی، درناوی یې کوي او هیله لري چې دا کار لنډمهاله وي او دا سفارت بېرته خپل کار پیل کړي. حکومت وايي چې د ډیپلوماتو او سفارتونو امنیت ته پام کوي او طالبانو هم ویلي چې د دوی له خوا ډیپلوماتانو ته کوم ګواښ نشته شته او هغوی دې اندېښنه نه کوي.

دا لومړی ځل دی چې اسټرالیا له شلو کلونو وروسته په افغانستان کې خپل سفارت تړي. تر دې وړاندې د اپرېل میاشتې په وروستیو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په کابل کې د خپل سفارت هغو کارکوونکو ته له افغانستان څخه د وتلو امر کړی و چې له بهر څخه خپل کارونه کولی شي. داسې رپوټونه شته چې ډېرو سفارتونو له وړاندې خپل کارکوونکي محدود کړي، تګ راتګ یې کم کړی او امنیتي تدابیر یې زیات کړي دي. داسې وېره ده چې له اسټرالیا وروسته به ځیني نور هېوادونه هم داسې ګامونه واخلي.

د بهرنیو سفارتونو او قونسګریو تړل کېدل، د ډیپلوماتانو کمول او د نورو سیاسي رسمي استازولیو بندېدل به افغانستان یو ځل بیا له ډیپلوماتیکي انزوا سره مخ کړي. دا هغه حالت دی چې افغانانو د تنظیمي جګړو او بیا د طالبانو د واکمنۍ پر مهال تجربه کړی دی. دغه حالت افغانان داسې منزوي کړي وو چې نه یوازې د افغانستان پر سیاسي دریځ، اقتصاد او پرمختګ یې نه جبرانېدونکی منفي اغېز وکړ، بلکې افغانان یې په نورو هېوادونو کې له ذلت او خواریو سره مخ کړل. اوس چې اسټرالیا هم وايي سفارت تړي، خو کارکوونکي به یې خپل کارونه د سیمې په نورو هېوادونو کې کوي، دا د دې مانا لري چې افغانان به بیا بهرنیو هېوادونو ته د تګ لپاره زموږ ګاونډیو هېوادونو ته ورځي او هلته به د ګاونډیو ناوړه چلند زغمي. افغانان به بیا اسلام‌اباد ته ورځي، پاکستاني پولیس او نظامیان به ورسره زیاتی کوي او دوی به هلته د خپل قانوني کارونو لپاره رشوت ورکوي، ذلت به تېروي او ځوریږي به.

د افغانستان ډیپلوماتیکه انزوا، په کابل کې د سفارتونو تړل کېدل او  سیمې ته یې لېږدول د اسلام‌اباد او د افغانانو د نورو دښمنانو هغه هیله ده چې له بده مرغه اوس خپله د ځینو افغانانو په لاس پوره کېږي. په کابل کې کمزوری، فاسد او بې کفایته حکومت، د طالبانو بې‌ځایه او وروستۍ نامشروع جګړه؛ هغه کړنې دي چې موږ افغانان یې کوو او د دښمن هیله پوره کوو. که حالت همداسې وي، جګړه وي، د سولې خبرې ورکې وي، اشرف غني او ټیم یې د سولې په چاره کې خنډونه جوړوي، شرطونه ږدي او سرې کرښې کاږي؛ که طالبان همداسې له افغانانو سره جګړې ته دوام ورکوي، تکبر کوي، نور نه مني او یوازې هغه څه مني چې دوی یې سم ګڼي، نو افغانان به بیا په واقعي مانا ډیپلوماتیکي انزوا او ذلت ته ولاړ شي. بیا به مسوولیت د دوی وي او په هېڅ ډول به بیا دا خیانت توجیه نه شي کړلی.

Previous Post

استرالیا په کابل کې په موقتي توګه د خپل سفارت د تړلو پرېکړه کړې ده

Next Post

تلاش افغان ها برای صلح

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
تلاش افغان ها برای صلح

تلاش افغان ها برای صلح

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د کوويډ ـ۱۹ ويروس ضد د چين جوړ شوي واکسينونه د پرمختيايي هېوادونو د خونديتوب کلک دفاعي ديوال جوړوي

د کوويډ ـ۱۹ ويروس ضد د چين جوړ شوي واکسينونه د پرمختيايي هېوادونو د خونديتوب کلک دفاعي ديوال جوړوي

مارچ 16, 2021

پنګ لي يوان د چين او افريقا د ښځو تعليم په اړه غونډه کې ګډون وکړ

سپتمبر 6, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved