په پاکستان کې د کرونا وبا د پېښو له زیاتېدو او دې هېواد ته د عربي هېوادونو د هوايي شرکتونو د الوتنو له ځنډېدو وروسته ګڼ شمېر پاکستاني وګړو سعودي عربستان ته د تلو لپاره کابل ته مخه کړې ده. د فرانس پرېس خبري آژانس د راپور له مخې، د دې لپاره چې په پاکستان کې د کرونا وبا مثبتې پېښې ډېرې شوي، دا هېواد په هغه تور لېست کې شامل شوی چې د کرونا وبا پېښې پکې خورا ډېرې دي. له همدې کبله دې هېواد ته الوتنې درول شوې دي خو زرګونه پاکستاني کارګر، چې غواړي بېرته سعودي عربستان ته لاړ شي افغانستان ته ځي او په دې هیله چې له کابل به سعودي عربستان ته لاړ شي په دغه هېواد کې شاوخوا دوې اوونۍ انتظار کوي. فرانس پرېس آژانس وايي، په تېره یوه میاشت کې لسګونو زرو پاکستانیانو په اسلام آباد کې د افغانستان له سفارت وېزې اخیستي دي. د راپور له مخې، سلګونه پاکستانیان د وېزې د ترلاسه کولو لپاره په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت مخې ته شپې سبا کوي.
































