په هېواد کې د جګړې او سولې د ګرمو بحثونو په دوام، د هېواد مخکینی ولسمشر حامد کرزی د سولې اوسنۍ خبرې بهرنۍ پروژه بولي او ټینګار کوي، تر هغې چې دا خبرې ملي نه شي او مدیریت یې په خپله افغانان په لاس کې وانه خلي، سوله نه شي راتلی.
نوموړي په کابل کې د سولې په تړاو یوې جوړې شوې غونډې ته وویل: «د افغانستان خلکو، د طالبانو اسلامي تحریک او هغه کسان چې ځان جمهوریت بولي، راشئ چې دا پروسه ملي او افغاني کړو. دا پردۍ پروژه، په افغاني پروسه بدله کړو. په افغاني بهیر یې بدل کړو. موږ به بیا ژر تر ژره د سولې خاوندان شو. بیا به په خپل عزم او استقلالیت هم له ګاونډیو او هم له نورو سره خبرې وکړو.»
که څه هم افغان حکومت او طالبانو تر اوسه د ښاغلي کرزي د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې دواړو لورو یو او بل د سولې پروسې پر وړاندې د خنډونو پر رامنځته کولو تورن کړي دي.
حامد کرزي دغه راز له افغان حکومت او طالبانو وغوښتل چې د سولې خبرې د بهرنیو هېوادونو پر ځای، په افغانستان کې پیل کړي چې په خبرهیې، دا ډول خبرې به پایله هم ولري. دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې هم په هېواد کې دننه د سولې پر خبرو ټينګار شوی، خو خو طالبانو بیا دا وړاندیزونه رد کړي او ویلي یې دي چې د سولې د خبرو ادرس او ځای معلوم دی.
کرزی داسې مهال په کور دننه د سولې د خبرو په پیل ټینګار کوي، چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي چې د افغانستان د مرکچي پلاوي یو شمېر غړي به له طالبانو سره د سولې خبرو د پیل په موخه نن دوحې ته ولاړ شي.
د یاد وزارت چارواکي وايي چې د افغانستان اسلامي جمهوريت مرکچي پلاوي د حکومت او د ملي مصالحې عالي شورا له مشرانو، سیاسي رهبرانو او د ټولنې له بېلابېلو ډلو سره لیدلي او د سولې خبرو د دوام په اړهیې لازمې مشورې کړې دي.
د دغه وزارت ویانده ناجیه انوري وايي چې افغان مرکچي پلاوی له بشپړ چمتووالي سره د خبرو مېز ته ستنېږي او دوحې ته د دواړو مذاکراتو ټیمونو له رسېدو سره به د سولې په ټپه ولاړې خبرې بېرته پیل شي.
د نوموړې په خبره: «د افغانستان اسلامي جمهوریت په قوي اراده او په پوره چمتووالي دې خبرو ته بېرته ورځي، څو د سولې خبرې چې په کوم ځای ولاړې وې، بېرتهیې پیل کړي.»
د یادونې ده چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاوي په تېر کوچني اختر کې سره ناست وو دواړو لورو پرېکړه کړې وه چې د سولې خبرو ته به دوام ورکوي او روان وضعیت به یو سیاسي حل مومي.
د سولې پروسې په تړاو پخوانی ولسمشر حامد کرزی داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې بین الافغاني خبرو لومړی پړاو د تېر ۲۰۲۰ز کال د سپټمبر په ۱۲مه پیل شو، خو تر ډېرو بحثونو او جنجالونو وروسته دواړو لوري په خپلو کې ځينو هوکړو ته ورسېدل، خو په دې وروستیو کې په ځنډ سره د بهرنیو ځواکونو د وتلو له کبله د سولې خبرې بېرته له خنډ او ځنډ سره شوې.
































