چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د سولې پروسه څه ډول له بهرنۍ پروژې څخه ملي پروسې ته اوښتی شي؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 1, 2021
in تبصرې
0
د تعلیمي او تحصیلي بنسټونو بندول د کرونا له مخنیوي سره مرسته کوي؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي چې د سولې پروسه باید ملي شي او مشري دې یې د افغانانو لاسته ولوېږي. نوموړي پرون په کابل کې یوې غونډې ته وویل چې له سولې بهرنیانو خپل ځان ته د ګټې پروژه جوړه کړې ده، خو افغان لورو ته پکار ده چې دا بهیر له پروژه‌والي را وباسي او پر ملي پروسه دې یې بدل کړي. حامد کرزي وویل روان جنګ د پردیو د ګټو لپاره دی او بهرنیان افغانستان ته سوله نه راولي، نو ځکه افغانان باید جګړه ودروي او سوله وکړي.

پوښتنه دا ده چې د سولې هڅې څه ډول د بهرنیانو له پروژې څخه په ملي پروسه بدلېدلی شي؟

د سولې په خبرو کې ځکه تر اوسه پورې اساسي پرمختګ نه دی شوی چې هر څه د بهرنیانو په لاس کې وو او افغانان تر ډېره بې واکه شوي وو. که څه هم د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه وشوه او دواړو لورو دا هوکړه تر ډېره عملي کړې هم ده، خو د سولې بین الافغاني خبرې لا هم په ټپه ولاړې دي. نه یوازې په دې خبرو کې کوم مهم پرمختګ نه دی شوی، بلکې اوس دواړه اړخونه یو له بل سره ویني هم نه. د دې تر څنګ په ټول هېواد کې سختې جګړې دي، چې پکې دواړو لورو ته هره ورځ تر سلو ډېر کسان وژل کېږي او نور پراخ مالي زیانونه هم اوړي. داسې ښکاري چې که د سولې هڅې په همدې ډول وي، نه یوازې سوله به ونه شي، بلکې د سولې دا فرصت به ضایع شي او موږ به یوې بلې جګړې ته ور ټېل وهل شو.

پر یوه ملي او افغاني پروسه د سولې  هڅو د بدلېدو لپاره تر ګردو لومړی ګام دا دی چې ښکېل اړخونه یو پر بل باور وکړي. له بده مرغه تر اوسه پورې هم یو پر بل باور نشته، دواړه اړخونه آن د عادي ناستې لپاره هم د بهرنیانو مداخلې ته اړتیا ويني او که کوچنی توافق هم کوي، د بهرنیانو په فشار او د هغوی په غوښتنه یې کوي. پکار ده چې نور دواړه اړخونه یو پر بل باور وکړي، مخامخ، رڼې او د بهرنیانو له حضور او مداخلې پرته خبرې وکړي. که دواړه اړخونه په اخلاص او رښتینې مانا یو له بل سره کېني او خبرې وکړي، نو ډېرې ستونزې به حل شي. له بله اړخه دواړه اړخونه باید د بهرنیانو د مداخلې او بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه واحد دریځ پیدا کړي. د دې تر څنګ که شونې وي چې ورو ورو دې خبرې له هغو ځایونو را وایستل شي چې هلته د بهرنیانو د مداخلي او فشار امکان زیات وي. که ممکنه وي دا خبرې دې په افغانستان کې هم پیل شي او ورو ورو دې پیاوړې شي. تر دې مهمه دا چې دواړه اړخونه باید یو واقعي افغان لوری پیدا کړي چې د درېیمګړي رول ولوبوي؛ دواړه اړخونه دې پرې باور وکړي او خبرې ته دې یې غوږ کېږدي.

که د سولې روانې هڅې افغاني او ملي نه شي، نو دا خبره سمه ده چې جګړه به دوام کوي، بهرنیان به پکې خپلې ګټې ګوري او افغانان به یوازې د سون‌توکو په توګه پکې کارول کېږي.

Previous Post

وختي پاڅېدل مو له ژور خپګان ژغوري

Next Post

حامد کرزی: د سولې پروسه باید له پروژې پر ملي پروسې بدله شي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
حامد کرزی: د سولې پروسه باید له پروژې پر ملي پروسې بدله شي

حامد کرزی: د سولې پروسه باید له پروژې پر ملي پروسې بدله شي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

چين کې د پسرلني غلودانو د کرلو مساحت څه کم ۳۳ ميليونه هکتارو ته رسيدلی

چين کې د پسرلني غلودانو د کرلو مساحت څه کم ۳۳ ميليونه هکتارو ته رسيدلی

مې 8, 2022
روغتیا وزارت: هېواد کې د کرونا ۱۰۲ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې

روغتیا وزارت: هېواد کې د کرونا ۸۴ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې

جنوري 9, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved