چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

حامد کرزی: د سولې پروسه باید له پروژې پر ملي پروسې بدله شي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 1, 2021
in افغانستان
0
حامد کرزی: د سولې پروسه باید له پروژې پر ملي پروسې بدله شي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په هېواد کې د جګړې او سولې د ګرمو بحثونو په دوام، د هېواد مخکینی ولسمشر حامد کرزی د سولې اوسنۍ خبرې بهرنۍ پروژه بولي او ټینګار کوي، تر هغې چې دا خبرې ملي نه‌ شي او مدیریت یې په خپله افغانان په لاس کې وانه خلي، سوله نه‌ شي راتلی.

نوموړي په کابل کې د سولې په تړاو یوې جوړې شوې غونډې ته وویل: «د افغانستان خلکو، د طالبانو اسلامي تحریک او هغه کسان چې ځان جمهوریت بولي، راشئ چې دا پروسه ملي او افغاني کړو. دا پردۍ پروژه، په افغاني پروسه بدله کړو. په افغاني بهیر یې بدل کړو. موږ به بیا ژر تر ژره د سولې خاوندان شو. بیا به په خپل عزم او استقلالیت هم له ګاونډیو او هم له نورو سره خبرې وکړو.»

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

که څه هم افغان حکومت او طالبانو تر اوسه د ښاغلي کرزي د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې دواړو لورو یو او بل د سولې پروسې پر وړاندې د خنډونو پر رامنځته کولو تورن کړي دي.

حامد کرزي دغه‌ راز له افغان حکومت او طالبانو وغوښتل چې د سولې خبرې د بهرنیو هېوادونو پر ځای، په افغانستان کې پیل کړي چې په خبره‌یې، دا ډول خبرې به پایله هم ولري. دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې هم په هېواد کې دننه د سولې پر خبرو ټينګار شوی، خو خو طالبانو بیا دا وړاندیزونه رد کړي او ویلي یې دي چې د سولې د خبرو ادرس او ځای معلوم دی.

کرزی داسې مهال په کور دننه د سولې د خبرو په پیل ټینګار کوي، چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي چې د افغانستان د مرکچي پلاوي یو شمېر غړي به له طالبانو سره د سولې خبرو د پیل په موخه نن دوحې ته ولاړ شي.

د یاد وزارت چارواکي وايي چې د افغانستان اسلامي جمهوريت مرکچي پلاوي د حکومت او د ملي مصالحې عالي شورا له مشرانو، سیاسي رهبرانو او د ټولنې له بېلابېلو ډلو سره لیدلي او د سولې خبرو د دوام په اړه‌یې لازمې مشورې کړې دي.

د دغه وزارت ویانده ناجیه انوري وايي چې افغان مرکچي پلاوی له بشپړ چمتووالي سره د خبرو مېز ته ستنېږي او دوحې ته د دواړو مذاکراتو ټیمونو له رسېدو سره به د سولې په ټپه ولاړې خبرې بېرته پیل شي.

د نوموړې په خبره: «د افغانستان اسلامي جمهوریت په قوي اراده او په پوره چمتووالي دې خبرو ته بېرته ورځي، څو د سولې خبرې چې په کوم ځای ولاړې وې، بېرته‌یې پیل کړي.»

د یادونې ده چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاوي په تېر کوچني اختر کې سره ناست وو دواړو لورو پرېکړه‌ کړې وه چې د سولې خبرو ته به دوام ورکوي او روان وضعیت به یو سیاسي حل مومي.

د سولې پروسې په تړاو پخوانی ولسمشر حامد کرزی داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې بین الافغاني خبرو لومړی پړاو د تېر ۲۰۲۰ز کال د سپټمبر په ۱۲مه پیل شو، خو تر ډېرو بحثونو او جنجالونو وروسته دواړو لوري په خپلو کې ځينو هوکړو ته ورسېدل، خو په دې وروستیو کې په ځنډ سره د بهرنیو ځواکونو د وتلو له کبله د سولې خبرې بېرته له خنډ او ځنډ سره شوې.

Tags: Top
Previous Post

د سولې پروسه څه ډول له بهرنۍ پروژې څخه ملي پروسې ته اوښتی شي؟

Next Post

ریالمي خپل ارزان بیه ځیرک موبایل معرفي کړ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
ریالمي خپل ارزان بیه ځیرک موبایل معرفي کړ

ریالمي خپل ارزان بیه ځیرک موبایل معرفي کړ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

Slot Zombie Hoard By Microgaming Demo Free Play

سپتمبر 8, 2025
بغلان کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو

بغلان کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو

نوومبر 18, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved