روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۱۱۱۸ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته ۲۷ تنه مړه شوي او ۲۲۲ تنه نور بیا بېرته روغ شوي دي. د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، له تازه ثبت شویو شمېرو سره په هېواد کې پر کرونا د اخته کسانو ټول شمېر ۷۵ زره او ۱۴۴ ته، د مړه شویو کسانو شمېر ۳ زره او ۳۴ ته او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۵۸ زره او ۳۳۱ ته لوړ شوی دی. روغتیا وزارت ویلي چې هېوادوال باید د کرونا وبا د دریېمې او خطرناکې څپې پراختیا مخنیوي لپاره روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.
































