امریکايي رسنۍ وايي سره له دې چې له افغانستان د سرتېرو د ایستلو بهیر په بشپړېدو دی، خو تر دې دمه امریکا د افغان ځواکونو د روزنې او ملاتړ په اړه هېڅ راز پلان نه دی شریک کړی. په همدې تړاو تېره ورځ د پنټاګون ویاند هم ویلي چې د سرتېرو د ایستلو بهیر په چټکۍ روان دی، خو د افغان ځواکونو د روزنې د ماموریت په اړه څه نه شي ویلی. امریکا له ۲۰۱۵ز کال راهیسې د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د افغان ځواکونو روزنې او ملاتړ ته ادامه ورکړې ده، خو اوس ددوی له وتلو سره هممهاله دغه ماموریت له خنډ سره مخ شوی دی. امریکایي لوري د نظامي عملیاتو او هوایي ماموریتونو تر څنګ افغان ځواکونو ته په مدیریتي، مالي او نورو برخو کې هم روزنه ورکوله.












