برېټانیا وایي د افغان سولې په تړاو د نړیوالې او سیمه ییزې اجماع له پیاوړتیا ملاتړ کوي. د جنوبي اسیا په چارو کې د برېتانیا د دولت وزیر د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره په یوه ویډيويي کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې دوی د افغانستان د سولې په پروسه کې هر اړخیزې همکارۍ ته تیار دي. برېتانیايي لوري همدا راز ټینګار کړی چې د سرتېرو تر وتلو وروسته هم له افغانستان سره د ناټو او برېټانیا همکارۍ او مرستې دوام کوي او په خبره یې دوی ددې غوښتونکي دي چې افغان جګړه ژر تر ژره د خبرو له لاې پای ته ورسېږي. حنیف اتمر هم ویلي چې برېټانیا په بېلو برخو کې د پام وړ همکارۍ کړې دي او د سولې په برخه کې د برېتانیا مرسته به د جګړو په کمولو کې ګټوره تمامه شي. نوموړي یو ځل بیا ویلي چې افغان حکومت د خبرو له لارې د جګړو ختمولو ته ژمن دی او له نړیوالو هم غواړي چې په دې برخه کې همکارۍ ډېرې کړي.
































