د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستاني چارواکو وروستیو څرګندونو ته په ځواب کې ویلي چې د سولې پر وړاندې خنډونه هغه څوک جوړوي چې د سولې ټینګېدو په اړه یې د افغانانو او نړیوالې ټولنې برحقه غوښتنې ته د رد ځواب ورکړی دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي څو اوونۍ وړاندې ادعا وکړه چې د افغانستان دننه او بهر یو شمیر عناصر شته چې نه غواړي په افغانستان کې سوله ټینګه شي. خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن په یوې اعلامیې کې ویلي چې د سولې تخریبونکي ټول پيژني. د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې په افغانستان کې د سولې ټینګېدل چې هغه کې د سیمې او په ځانګړي ډول د پاکستان ګټې نغښتې وي یوازې د اعلامیو په ورکولو سره نه ټینګیږي.
































