چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د کرونا درېیمه څپه او له کرنتین پرته نورې اغېزناکې لارې

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 27, 2021
in تبصرې
0
د سولې ورکې هڅې او د جګړې زیاتوالی
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د کرونا د درېیمې څپې د مخنیوي په تړاو د حکومت پر بې پروایي له نیوکو وروسته د عامې روغتیا وزارت وايي چې یوه طرحه یې د حکومت له مشرانو سره شریکه کړې ده. د روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح ویلي چې د دغه ویروس د درېیمې څپې مخنیوي لپاره باید جدي اقدامات ترسره شي. هغه زیاته کړې چې دوی د ایران او پاکستان پولو ته څېرمه پر تګ راتګ بندیز، له هند سره د پروازونو قطع کېدل، د راټولېدنو مخنیوی او د اضطراري کمېټو فعالولو طرحه له حکومت سره شریکه کړې ده. هغه پر ولایتي رییسانو هم غږ کړی چې باید د دغه ویروس مخنیوي لپاره اړین اقدامات وکړي او ورته پوره چمتووالی ونیسي.

له بده مرغه ښکاري چې حکومتي چارواکي د نورو مسایلو تر څنګ د خلکو د روغتیا په اړه هم بې تفاوته دي او د خلکو روغتیايي حالت ورته مهم نه ښکاري. په داسې حال کې چې د افغانستان په ګاونډیو او نږدې هېوادونو کې د کرونا درېیمه وژونکې څپه روانه ده، د افغانستان حکومت لا هم په عملي ډول د دې څپې د مخنیوي لپاره هېڅ نه دي کړي. اوس چې ناوخته شوی هم ښکاري، د عامې روغتیا وزارت د یوه پلان خبره کوي، خو دا پلان لا هم عملي شوی نه دی او آن عملي کول یې پیل شوي هم نه دي. چارواکي وايي چې پلان یې د حکومت مشرانو ته سپارلی او د هغوی وروستۍ پرېکړې ته منتظر دي. له بده مرغه د حکومت مشران هم د واک پر خوندیتوب او نورو شخصي ګټو بوخت دي او د کرونا د دویمې څپې د مخنیوي لپاره هڅې او پلانونه ورته مهم نه دي. له همدې امله د کرونا درېیمه څپه په شدت سره د افغانستان د خلکو امنیت ګواښي.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

داسې ښکاري چې د حکومت کړنې به د تېر په څېر بیا هم ناسمې او ناوخته وي. دوی به بیا هم د افغانستان د دننه کرنتین راولي چې دا چاره به خلک نور هم زیانمن کړي دي. د افغانستان غوندې په غریب هېواد کې کرنتین تر کرونا ډېر زیان اړوي؛ ځکه چې اقتصاد کمزوری دی او خلک اړ دي چې هره ورځ کار وکړي. حکومت هم په داسې حالت کې نه دی چې د خلکو ستونزې دې حل کړلی شي. له همدې امله کرنتین یوه ناکامه تجربه ده چې وېره ده حکومت به یې بیا هم وکاروي. د دې پر ځای چې ښارونه کرنتین شي او کاروبار په ټپه ودرول شي، ښه لاره دا ده چې د کرونا د درېیمې څپې د راتګ مخنیوی وشي. د راتګ د مخنیوي لپاره باید له هند، ایران او ټولو نورو هغو هېوادونو سره تګ راتګ بند شي چې د کرونا درېیمه څپه پکې خوره ده. که دا ممکنه نه وي چې دا پروازونه یو مخ بند شي، دا کار خو شونی دی چې له بهره راتلونکي کسان باید د کرونا ټېسټ ولري او یا هم افغانستان ته له راتګ سره سم باید کرونا ټېسټ وکړي او تر ممکنه بریده تر جدي څار لاندې ونیول شي.

اوس وېره ده چې د حکومت بې پروايي به د دې سبب شي چې درېیمه څپه افغانستان ته راشي او چارواکي به یې بیا دلته د مخنیوي لپاره ناکامې هڅې کوي، ښارونه به بندوي او خلک به له نورو سترو اقتصادي ستونزو او لوږې سره مخ کړي.

Previous Post

کرنې وزارت: په هېواد کې د سویابینو تولیدات نږدې دوو زره ټنو ته رسېدلي

Next Post

د ثور اوومه او اتمه؛ د دوو تاریخي ورځو پرتلنه او ارزونه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
د ثور اوومه او اتمه؛ د دوو تاریخي ورځو پرتلنه او ارزونه

د ثور اوومه او اتمه؛ د دوو تاریخي ورځو پرتلنه او ارزونه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

تېر کال د افغانستان د سوداګرۍ کچه ۱۰ میلیارده ډالرو ته رسېدلې

تېر کال د افغانستان د سوداګرۍ کچه ۱۰ میلیارده ډالرو ته رسېدلې

جولای 31, 2024
په بامیان کې شش‌پل کاروان‌سرای بیارغول کېږي

په بامیان کې شش‌پل کاروان‌سرای بیارغول کېږي

جون 3, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved