سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د ثور اوومه او اتمه؛ د دوو تاریخي ورځو پرتلنه او ارزونه

حیات الله حلیم

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 27, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0
د ثور اوومه او اتمه؛ د دوو تاریخي ورځو پرتلنه او ارزونه

front.cdr

585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

هره پدیده د عامه ذهنیت په رڼا کې د ارزیابۍ یوه وروستۍ مثبته یا منفي پایله لري. په افغانستان کې د ۱۳۵۷ لمریز کال د ثور اوومه او د ۱۳۷۱ کال د ثور اتمه د افغانستان د سیاسي او نظامي تاریخ دوې هغه ورځې دي، چې هېڅ توپیر پکې نشته؛ ځکه پایلې یې په څرګنده د افغان ملت په بربادۍ او در به درۍ تمامې شوې دي. یا په بل عبارت، دواړې د افغانانو د ۴۳ کلنې غمیزې او بدبختۍ د پیلامې هغه ورځې دي، چې انکار ترې نه شي کېدای، ځکه د متخاصمو ډلو (مجاهدینو- کمونیستانو) ترمنځ بېگناه افغانان د ژرندې د دوو پلونو تر منځ د غنمو د دانو په څېر اوړه او په نتیجه کې یې په میلیونونو کسان شهیدان، ټپیان، بې کوره او پردیو هېوادونو ته کډه شول. ښه ته بد او بد ته ښه ویل او یا د پورته دواړو ورځو تر منځ یوې ته ښه او بلې ته بد ویل به ښایي ایماني، وجداني او مطبوعاتي ګناه وي، توپیر یې نشته؛ ځکه په دواړو دورو کې په عام ولس زړه سوی ونه شو، په نسبي ډول مو د دې دواړو دورو مظالم سره پرتله کړي او تاسې قضاوت ته پرې رابولو .

۱- د ۱۳۵۷کال د ثور له اوومې وروسته 

په عام ډول د ثور له اوومې نېټې وروسته په افغانستان کې ملي حکومت پر یوه حزبي حکومت بدل شو او دغه حکومت غوښتل چې د خپلې وارد شوې ایډیالوژۍ ارزښتونه په عام ولس په زور او جبر ومني او تر څنګ یې د دغه حزبي حکومت لخوا داسې تېروتنې هم را منځته شوې، چې په نتیجه کې یې ډېر ژر د هېواد په ټولو برخو کې د مسلمان ملت لخوا قیامونه را منځته شول. موږ د دې شاهدان وو چې پاڅونونه د عام ولس حق و؛ ځکه بې تجربې کمونیستانو د عام ولس په ژوند داسې توره شپه جوړه کړه، چې دوی په غیر ارادي ډول پاڅونونو ته اړ شول، د ښوونځیو بې تجربې زده‌کوونکي، د پوهنتون احساساتي ځوان محصلین چې د سیاست او مردم‌دارۍ په ډگر کې یې د وېښته سر تجربه نه درلوده؛ د ټولنې مخکښان شول. له بل پلوه په نظامي او ملکي سکټور کې هغه چا ته چې د گوند غړی به نه و، په ډېره سپکه سترگه کتل کېدل او په هېڅ کار کې پرې باور نه کېده، چې په نتیجه کې ټول غیر حزبي مامورین مایوس، بېزار او له حکومت سره یې له صادقانه همکارۍ څخه لاس واخیست، کوم چا به چې په ملکي او عسکري دواړو برخو کې په غربي هېوادونو کې زده کړې کړې وې، هغوی ته به دې شک او تردید په سترگه کتل کېدل، لنډه دا چې د ملک په ټولو اداري او نظامي برخو کې حزبي توب ته فوق العاده ترجیح ورکول کېده٬ د ملکي او نظامي استخدام په برخه کې حزبي روابط په مسلکي ضوابطو مقدم شول٬ چا به چې ږیره او سپینې جامې درلودې، له ضرر پرته د دښمن په سترگه ورته کتل کېدل٬ مذهبي ارزښتونو ته په کنایوي او طنزي لفافه کې سپکاوی کېده، پخواني دودیز عنعنات او کلتور تر پښو لاندې شول٬ بې وخته او بې اړتیا فرمانونه پرته له دې چې د افغاني ټولنې ضرورت وي٬ یو پر بل پسې صادرېدل او تر ټولو بد دا چې د شخصي خصومت له وجې په دفترونو کې مامورین٬ منصبداران محصلین او زده کوونکي د اخوان المسلمین د کمونیستانو په اصطلاح د اخوان الشیاطین په نامه متهمېدل، چې په لړ کې یې بې شمېره منصبداران٬ دولتي مامورین٬ محصلین او قومي مخور په مختلفو اتهامونو متهم او بندیانېدل، چې په زرگونو له دغو کسانو بیا تر نن ورځې چا ونه لیدل، ځکه زیاتره له دغو کسانو په هماغه وخت کې په پولیگونونو کې تر خاورو لاندې شول، چې د دغو مظالمو پر وړاندې عام ولس د هېواد په مختلفو برخو کې د پاڅونونو په ترڅ کې په جهاد پیل کړ. دا وخت شورویانو هم نظامي مداخله کړې وه، خو په خواشینۍ سره چې د کلونو په تېرېدو سره د جهاد په دورو کې د هېواد په ځینو ولایتونو کې د مجاهدینو ترمنځ خپل منځي کورگډیې جگړې پیل شوې، چې دا جگړې د کمونیستانو په گټه تمامې شوې، چې د مجاهدینو لیکې کمزورې او یو له بلې سره بدبینې او نفرتونه پیل شول، خو بیا هم مجاهدین وتوانېدل چې کمونیستي رژیم را پرځوي .

ب: د ۱۳۷۱ کال د ثور له ۸مې وروسته

د یاد کال د ثور د میاشتې په پنځمه او شپږمه نیټه حکومت په اردو کې د (پرچمي) جنرالانو لخوا په ظاهراً د یوه ائتلاف په چوکاټ کې د جمعیت اسلامي کابل ته نږدې (شورای نظار) یوې جهادي ډلې ته په جبل سراج کې تسلیم شو، چې په نتیجه کې ډېر ژر د کابل په ښار کې د کمونیستانو د ملي اردو او ملي پولیسو تشکیلات ړنگ او نظامي یونیفورم خپل ځای ملکي یونیفورم ته پرېښود. په عین وخت کې د کابل ښار په سهیلي برخو کې د حزب اسلامي مجاهدین هم را ښکاره شول، چې په نتیجه کې دواړه ډلې له لومړۍ ورځې څخه په خپل منځي جگړو واوښتلې او په نتیجه کې د کابل ښار د مهمو ځایونو د تصرف په سر وژونکې جگړې را منځ ته شوې. هرې جگړه مارې ډلې هڅه کوله چې د کابل ښار زیاتره برخې او وزارتونه تر خپل تسلط لاندې راولي٬ د پېښور او اسلام آباد معاهدې او تړونونه باد یوړل، نړیوال هم د دوی په ننداره شول او لکه (جنگي زرکان) د خپل منځي جگړو په ډگر یې آزاد پرېښودل. د بي بي سي راډیو به د کابل په هره جنګي برخه کې په دوی پسې گرده تاوېدله  او داسې راپورونه به یې د دوی له فعالیتونو جوړول، چې د نړیوالو د نفرت سبب شي. د دوی د جنگي محاذونو د مرمیود تبادلې لاندې پراته کورونه د بېدرغه ځاني او مالي زیانونو متحمل کېدل٬ جالبه دا وه چې دوی به یو د بل پر ضد په دولتي تاسیساتو کې مورچل نیولي وو اود دې ترڅنگ د کابل ښار نورې برخې هم د دوی ترمنځ د حربي اراضۍ په بڼه وېشل شوې وې، چې سهیلي پلو دارالمان٬ چهلستون٬ بالاحصار٬ کارته نو٬ بگرامي او احمدشاه بابا مینه د حزب اسلامي قلمرو٬ د کابل شمال او ختیځ چې خیرخانه٬ خواجه رواش او څرخي پل د شورای نظار تر لاس لاندې٬ د قرغې او کمپنۍ برخې قسماً د استاد سیاف او د قروغ د غره ختیځې لمنې چې دښت برچي یې هم احتوای کوله٬ هزاره گانو نیولې وې .

عام ولس د مجاهدینو تر بریالیتوب وروسته په دې باور و چې نور به په افغانستان کې د مجاهدینو د داعیې مطابق جگړه او ورور وژنه ختمه شي؛ خو په عمل کې دا هرڅه ټول سرچپه را وختل، ځکه په ډېره حیرانۍ ولیدل شول چې د جهادي تقدساتو رعایت د مجاهدینو په وجود کې یوازې قدرت ته د رسېدلو لپاره یوشعار و؛ ځکه مجاهدینو په لنډه موده کې پرته له دې چې د خپلې جهادي داعیې رعایت وکړي، د کابل ښار یې د یو بل له اوږې داسې وویشت چې په لنډه موده کې یې دغه ښار په یوه داسې ویروونکې کنډواله بدل کړ، چې د ورځې به هم ګرځېدونکي پکې ډارېدل٬ د نورو بدبختیو تر څنگ وړ کاري کدرونه په بیړه له ملک نه وتښتېدل، په دولتي ادراو کې استخدام د ساختگي ډیپلومونو او شهادتنامو په ذریعه تر سره کېده٬ د پیسو بې ساری تورم رامنځ ته شو او خپل ارزښت یې په لنډه موده کې له لاسه ورکړ. په میلیونونو بې پیشتوانې لوټونه له دوو چینلونو څخه چلند ته را ووتل. په ملک کې د بهرنیو استخباراتي کړیو لاسوهنې ته زمینه برابره شوه٬ د مدني او بشري حقوقو رعایت له منځه ولاړ٬ د هېواد مادي او معنوي هستۍ لوټ او تالان شوې، ځکه دا وخت دې مجاهدینو په لباس کې ځینې ډېر قوي او مسلکي (غله) کابل ښار ته را ننوتل او د وزارتونو او نورو دولتي تاسیساتو په چورچپاول یې لاس پورې کړ. ترڅنګ یې د کابل ښار د فابریکو ماشینونه کباړ او د برېښنا تر ځمکې لاندې لینونه د ښاري برېښنا د ویجاړتیا په موخه په ډېره لوړه بیه خرڅېدل. دا ټول هغه څه وو چې د سر په سترګو لیدل کېدل٬ نو اصل خبره دا ده چې که موږ پورته کړنو ته د مصلحت له مخې روا توجیح ورکړو، نو د مطبوعاتو د سپېلڅتیا او رښتینتوب په اړه به مو خپلې ایماني او وجداني داعیې تر پوښتنې لاندې راوستې وي .

Previous Post

د کرونا درېیمه څپه او له کرنتین پرته نورې اغېزناکې لارې

Next Post

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
افغان چارواکي: د کرونا د درېیمې څپې پر وړاندې جدي اقداماتو ته اړتیا ده

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د ګردېز- ځاځي‌اریوب ترمنځ د ملي بس خدمتونه پيل شول

د ګردېز- ځاځي‌اریوب ترمنځ د ملي بس خدمتونه پيل شول

مې 12, 2024
د اسيا بنسټيزو تاسيساتو پانګونې بانک خدمتونه

د اسيا بنسټيزو تاسيساتو پانګونې بانک خدمتونه

دسمبر 29, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved