سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home پوهنتون

رشاد د لوړو زده کړو موسسه

حمیدالله حمیدي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 13, 2021
in پوهنتون
0
رشاد د لوړو زده کړو موسسه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

رشاد د لوړو زده کړو موسسه چې په فاریاب ولایت کې موقعیت لري، په ۱۳۹۱ کال کې یې له لوړو زده کړو وزارت څخه د فعالیت جواز تر لاسه کړ او په یاد ولایت کې یې رسماً پر فعالیت پيل وکړ. د رشاد د لوړو زده کړو موسسې د محصلانو او اداري چارو معاون حاجي احمد ظاهر وویل، دوی د پیل پر مهال دوه پوهنځي، حقوق او سیاسي علوم او اقتصاد درلودل، خو په ۱۳۹۳ کال کې یې له لوړو زده کړو وزارت څخه د شرعیاتو پوهنځي جوزا هم تر لاسه کړ، چې اوسمهال د یادو دریو پوهنځیو او شپږو ډېپارټمنټونو په چوکاټ کې خپلې درسي چارې پر مخ وړي.

ښاغلي احمد ظاهر وویل چې دوی په حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي کې د قضا او څارنوالۍ او ادارې او ډيپلوماسۍ ډېپارټمنټونه لري، په اقتصاد پوهنځي کې د ادارې او تجارت او د محاسبې مدیریت ډېپارټمنټونه او شرعیاتو پوهنځی یې هم د اسلامي تعلیماتو او فقې او قانون ډېپارټمنټونه لري.

You might also like

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

جامي پوهنتون

نوموړي زیاته کړه، رشاد د لوړو زده کړو موسسه اوسمهال شاوخوا ۱۰۰۰ محصلین لري چې له دې ډلې یې ۳۰ سلنه ښځينه محصلینې او پاتې ۷۰ سلنه نور یې هلکان تشکیلوي.

د احمد ظاهر په وینا، دوی د رشاد د لوړو زده کړو په موسسه کې تر دې دمه د ماسټرۍ پروګرام نه لري، خو تمه لري چې په نږدې راتلونکي کې به د ماسټرۍ پروګرام هم پیل کړي.

ده همدا راز وویل چې دوی تر دې دمه له خپلو دریو پوهنځیو څخه په نهو دورو کې شاوخوا ۷۰۰ محصلین فارغ او ټولنې ته یې د خدمت په موخه وړاندې کړي دي.

د رشاد د لوړو زده کړو موسسې د محصلینو او اداري چارو معاون ښاغلي احمد ظاهر زیاته کړه، دا چې دوی هر کال دوې دورې د کانکور ازموینه اخلي، نو د نوو جذب کېدونکو محصلینو شمېر یې هم هر کال توپیر کوي، داسې چې په هره کانکور ازموینه کې خپلو دریو پوهنځیو ته له ۱۵۰ تر ۲۲۰ یا ۲۵۰ پورې نوي محصلین جذبوي.

ښاغلي احمد ظاهر همدا راز زیاته کړه، چې دوی هغو محصلینو ته چې د دولت لخوا ور پېژندل شوي وي، تر ۲۵ سلنې پورې تخفیف ورکوي او پر دې سربېره هغو محصلینو ته هم ځانګړی تخفیف وړاندې کوي، چې مالي او اقتصادي ستونزې ولري.

نوموړي وویل، دوی د ورځې په دریو درسي ټایمونو کې محصلین د زده کړو لپاره راغواړي، یانې رشاد د لوړو زده کړو موسسه د ورځې درې ټایمه تدریس لري، چې د نوموړي په خبره، دا ټایمونه یې د محصلینو په غوښتنه برابر کړي دي. هغه وايي په شخصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو کې د تر ‌ډېره هغه کسان پر زده کړو بوخت وي، چې یا د ورځې رسمي دنده لري او یا هم پر شخصي کاروبار لګیا وي، نو ځکه یا سهار وختي او یا هم پس له څلورو بجو د زده کړو لپاره یادې موسسې ته ورځي.

د رشاد د لوړو زده کړو موسسې یاد مسوول په خپلو خبرو کې وویل، دوی د خپلو محصلینو لپاره مجهز کتابتون لري چې شاوخوا ۶۰۰۰ جلده کتابونه پکې دي او پر دې سربېره دوی الکترونیکي کتابتون هم لري چې شاوخوا ۸۰ زره کتابونه پکې دي او محصلین کولای شي وخت ناوخت مراجعه ورته وکړي او خپل د اړتیا وړ مالومات ترې تر لاسه کړي.

احمد ظاهر زیاته کړه، دوی د هېواد کې د ننه او له هېواده د باندې له ځینو پوهنتونونو او علمي مرکزونو سره علمي او اکاډمیکې اړیکې لري، چې له دې ډلې د هند او ترکیې هېواد له ځینو پوهنتونونو سره تفاهم‌لیکونه لري، چې پر بنسټ یې خپل محصلین د یوه سمیستر لپاره هلته لېږي، علمي تجربې تر لاسه کوي او پاتې لوړې زده کړې دلته پر مخ بیایي.

د نوموړي په وینا، رشاد د لوړو زده کړو موسسه ټول ۴۰ استادان لري چې د دکتورا، ماسټرۍ او لسانس تر کچې لوړې زده کړې لري او په یاده موسسه کې تدریسي چارې پر مخ وړي.

ښاغلي احمد ظاهر په خپلو خبرو کې وویل، دا چې لوړو زده کړو وزارت تر دې دمه د لوړو زده کړو خصوصي موسسو ته د ډیپلومونو د وېش لړۍ نه ده پیل کړې، نو دوی هم خپلو فارغو محصلینو ته په لوړو زده کړې وزارت کې ثبت او راجستر ترانسکرېپټونه او سرټیفېکټونه ورکوي څو یې له حقوقو څخه ګټه واخلي.

احمد ظاهر همدا راز زیاته کړه، چې دوی د خپلو محصلینو د علمي سویې د لوړاوي په موخه، ځینې پروګرامونه لري لکه: مجهز کتابتون، انټرنېټ، ارامه فضا، علمي پروګرامونه، سمینارونه، ورکشاپونه او داسې نور.

د رشاد د لوړو زده کړو موسسې د محصلانو او اداري چارو مرستیال وویل، دوی د موسسې د بډاینې او پرمختګ لپاره ستراتېژیک پلان لري چې په نږدې کلونو کې به یې پلی کړي، له دې ډلې یې د پوهنتون کچې ته د موسسې ارتقاع، د نوو پوهنځیو تشکیل، د بهرنیو هېوادونو له پوهنتونونو سره علمي اړیکې او تفاهم‌لیکونو زیاتولو او داسې نورو ته اشاره کولای شو.

نوموړي همدا راز وویل چې دوی له دولت څخه غواړي چې د هېواد او په ځانګړې توګه د علمي او اکاډمیکو مرکزونو امنیت ته پاملرنه وکړي، له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي چې د خصوصي موسسو اداري چارو ته لا ډېره پاملرنه وکړي، دا چې ډېری محصلین له لرې پرتو سیمو او ولسوالیو څخه د اسنادو تر لاسه کولو لپاره مراجعه کوي، نو د اسنادو په برخه کې دې اسانتیاوې رامنځته کړي څو خپل د فراغت اسناد تر لاسه کړي او له حقونو څخه یې ګټه واخلي.

نوموړي وویل، دوی د رشاد د لوړو زده کړو په موسسه کې ځینې ستونزې هم لري چې له هغې ډلې د دایمې ملکیت نشتون او د ودانۍ کرایه ورکولو، په لوړه علمي کچه د استادانو نشتون او داسې نورو  ته اشاره وکړه. دوی وايي، د دایمي ودانۍ نشتون یې پر درسي چارو بد اغېز کړی دی، د هغه په خبره که دولت ورته یو دایمي ځای په واک کې ورکړي، دوی به لا په ښه ډول سره خپلې چارې پر مخ بوځي.

د لوړې مالیې اخیستل بل هغه څه دي چې د یادې موسسې د مسوولینو په خبره، دوی له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

Previous Post

کرونا وبا؛ د حکومت بې پروايي که بې کفایتي؟

Next Post

د چین اقتصادي وده؛ د نړۍ له پرمختګ سره مرسته کوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 8, 2021
اسیا د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 1, 2021
جامي پوهنتون
پوهنتون

جامي پوهنتون

by Spogmai Radio
جولای 11, 2021
علامه د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

علامه د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جولای 4, 2021
اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جون 27, 2021
Next Post
د چین اقتصادي وده؛ د نړۍ له پرمختګ سره مرسته کوي

د چین اقتصادي وده؛ د نړۍ له پرمختګ سره مرسته کوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

چين د سږکال په لومړيو اوو مياشتو کې د ۷۶۶ ميليارډو او ۷۱۰ ميليونو يوانو په ارزښت بهرنۍ پانګې راجلب کړې

چين د سږکال په لومړيو اوو مياشتو کې د ۷۶۶ ميليارډو او ۷۱۰ ميليونو يوانو په ارزښت بهرنۍ پانګې راجلب کړې

اگست 19, 2023
ارگ: طالبان د ولس او حکومت ترمنځ واټن پیدا کولو په لټه کې دي

ارگ: طالبان د ولس او حکومت ترمنځ واټن پیدا کولو په لټه کې دي

دسمبر 30, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved