پاکستانی حکومت وایي چې پر ډيورنډ د اغزن سیم د لګولو پروژه ۸۸ سلنه بشپړه شوې ده. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید ددغه هېواد ملي اسمبلې ته د خبرو پر مهال ویلي چې دوی پر دغه کرښه د اغزن سیم لګولو ته ادامه ورکوي او ژر به یې چارې بشپړې شي. دده په وینا دمګړی د اغزن سیم د لګولو چارې ۸۸ سلنه بشپړې شوې دي. پاکستان داسې مهال پر دغه فرضي کرښه ورته اقدامات کوي چې افغان ولس یې د کړنو مخالف دی او په بېلو سیمو کې یې دغه سیمونه ټول کړي دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هم په تازه مرکه کې ادعا کړې چې ډیورنډ فرضي کرښه یو منل شوی نړیوال سرحدی دی. افغان حکومت د قریشي پر دې څرګندونو غبرګون نه دی ښودلی.








