په هېواد کې د روانو جګړو د شدت او د سولې پڅ بهیر په دوام، د طالبانو د قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر په خپلې تازه لیکنې کې ویلي، چې دوی د خبرو له لارې د افغان کشالې پر حل باور لري.
دا لیکنه چې د طالبانو پر رسمي وېبپاڼه خپره شوې، برادر پکې لیکلي چې دوی د خبرو له لارې د ستونزې پر حل باور لري، خو د سولې خبرو بریا یې د دوحې د هوکړې د عملي کېدو ترڅنګ د خپلو پاتې بندیانو د ازادۍ او د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې له تورو لیستونو څخه د خپلو مشرانو د نومونو په ایستلو پورې تړلې بللې. د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر په لیکنه کې د افغانستان په راتلونکي نظام کې د ټولو افغانانو ګډون، برابرۍ او انډول ته هم اشاره شوې او ویلي یې دي: « د اسلام دین او د افغاني ټولنې د عنعناتو په رڼا کې د نارینه او ښځینه وګړو ټولو حقونو؛ لکه د بیان ازادي، ښوونه او روزنه، کار او نورو ….. ته ژمن يو».
برادر دغه راز په راتلونکي نظام کې د لږکیو حقوقو د خوندیتوب ډاډ هم ورکوي، خو له نړیوالې ټولنې غواړي چې اجازه ورکړي، ترڅو افغانان د خپلمنځي خبرو له لارې د راتلونکي نظام د جوړښت په اړه یوې هوکړې ته ورسېږي.
نوموړي ډاډ ورکړی، چې د افغانستان خاوره به د هېچا پر ضد و نه کارول شي او نه به هم د افغانستان په چارو کې چا ته د لاسوهنې حق ورکړل شي. د طالبانو د سیاسي دفتر مشر د بهرنیو ډیپلوماټیکو بنسټونو، مرستندویه ادارو او کارکوونکو د امنیت غږ هم پورته کړی او له ځوانانو یې هم غوښتي چې په خپل وطن کې پاتې شي او خپلو چارو ته دوام ورکړي. د طالبانو د قطر د دفتر مشر داسې مهال په خپلې لیکنې کې نرمه ژبه کارولې، چې په دې وروستیو کې یې جنګیالیو د هېواد په ګوټ ګوټ کې جګړو او بریدونو ته زور ورکړی او په تېره یوه اونۍ کې یې له لسو زیاتې ولسوالۍ تر خپلې ولکې لاندې راوستې دي.
په ورته مهال افغان حکومت بیا وايي، چې طالبانو د سولې خبرو پر ځای د جګړې پر ډګر تمرکز ډېر کړی او غواړي چې د زور له لارې ځان واک ته ورسوي. ولسمشر غني وړمه ورځ په ارګ کې د امنیتي ادارو د نوې رهبرۍ د معرفي کولو په مراسمو کې وویل چې طالبانو روانه جګړه پیل کړې او د هر ډول پایلو مسوولیت به هم د دغې ډلې پر غاړه وي. نوموړي ټينګار وکړ، چې دوی د سولې لپاره واضېح او جامع طرحه وړاندې کړې، خو طالبانو بیا د سولې پر ځای د زور له لارې د واک ترلاسه کولو لپاره هڅې ډېرې کړي دي. نوموړي خبرداری ورکړ، چې طالبان د زور له لارې واک ته نه شي رسېدلی.
ولسمشر غني دغه راز پر نړیوالې ټولنې هم نیوکه وکړه چې طالبانو ته یې سیاسي حیثیت ورکړی او له دې ټولنې یې وغوښتل چې د طالبانو له لوري پر روانو فعالیتونو بې طرفه پاتې نه شي او دا ومني چې دغه ډلې د افغانانو بشري حقونه تر پښو لاندې کړي دي.
































