روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۱ زر او ۵۵۷ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر دغې وبا اخته ۹۱ تنه مړه شوي او ۹۹۶ نور بیا بېرته روغ شوي دي. د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې پر کرونا د اخته کسانو ټول شمېر ۱ لک او ۲۰ زره او ۲۱۶ ته او د مړه شویو هغه بیا ۴ زره او ۹۶۲ ته لوړ شوی دی. روغتیا وزارت وایي چې هېوادوال دې د کرونا وبا د درېیمې او خطرناکې څپې پراختیا مخنیوي لپاره روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.










