ولسمشر غني له والیانو سره د روان امنیتي وضعیت په تړاو خبرې کړې دي او هغوی ته یې سپارښتنه کړې چې د وضعیت د لا بهبود لپاره لازم اقدامات وکړي. له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني ټولو والیانو ته د وضعیت د ښه والي او له خلکو سره له نږدې د کار کولو لپاره لازمې لارښوونې کړې دي او د ولایتونو د ملکي او نظامي مسوولینو ترمنځ یې په لا همغږۍ ټينګار کړی دی. خبرپاڼه زیاتوي غني هره ورځ د دفاع وزارت د سوق او ادارې مرکز له لارې د ټولو ولایتونو امنیتي وضعیت له نږدې څاري او ډاډ ورکوي چې ژر به په ټولو ولایتونو کې د پام وړ بدلون راشي.
































