سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د جو بایډن لپاره بد خبر، د افغانانو لپاره پر ښه خبر بدلېدلی شي؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 4, 2021
in تبصرې
0
د جو بایډن لپاره بد خبر، د افغانانو لپاره پر ښه خبر بدلېدلی شي؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

له بګرام هوايي اډې د ټولو امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د امریکا ولسمشر جو بایډن د ژورنالېستانو له پرله‌پسې پوښتنو سره مخ شو. بایډن چې په یوه خبري کنفرانس کې خبرې کولې، دغو پوښتنو ناارامه کړ او غوښتنه یې وکړه چې ʺد خوښۍ د خبرونوʺ په اړه ترې وپوښتل شي؛ لکه دا چې د امریکا اقتصاد ښه وده کړې او د کرونا ویروس نوي سلنه کم شوی دی. د بګرام له هوايي اډې څخه د ټولو امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته اوس امریکايي چارواکي له دې پوښتنو سره مخ دي، چې په افغانستان کې څه پېښدونکي دي او د دوی راتلونکي ګامونه به څه وي؟

په افغانستان کې د امریکا جګړه د وروستیو امریکايي ولسمشرانو لپاره په واقعي مانا یو سرخوږی و، ځکه چې امریکايي ځواکونه په افغانستان کې له مرګ‌ژوبلې سره مخ وو، امریکا میلیاردونه ډالره لګول او  جګړه یې کوله، خو دوی له دې سره سره طالبان مات نه شوی کړلی، بلکې طالبان لا پیاوړي کېدل او زیاتې سیمې یې لاندې کولې. د امریکايي ځواکونو پر وړاندې نفرت ورځ تر بلې زیاتېده او د امریکا له ملاتړه برخمن حکومت هم په پراخ فساد او خپلمنځي اختلاف کې ډوب و. له همدې امله ورځ تر بلې د امریکا بېړۍ په افغانستان کې ډوبېده، جګړه اوږدېده او امریکا د ماتې خوا ته روانه وه. امریکايي ولسمشرانو به پرله‌پسې د افغانستان د جګړې د ختمولو ژمنې کولې، خو نه توانېدل چې بالاخره پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یو ډول خپله ماتې ومنله او د لویې ناکامۍ د مخنیوي لپاره له طالبانو سره خبرو ته کېناست، هوکړه یې وکړه او له افغانستان څخه یې د امریکايي ځواکونو وتل پیل کړل چې پاتې یې هم دا دي نوی ولسمشر جوبایډن تکمیلوي.

امریکايي ځواکونه وځي او امریکا به بیا هم په افغانستان کې یو ډول ښکېله وي، ځکه د افغانستان راتلونکی مخامخ پر امریکا اغېز کوي. اوس هم امریکا ته سخته ده چې حالات کنټرول کړي او خپل ځان ته د ممکنه زیان مخه ونیسي. د دې تر څنګ له افغانستان څخه د امریکایانو وتل او بیا د بګرام په شان د لویې اډې پرېښودل د امریکا د ماتې تصویر ورکوي. همدا تصویر د امریکا د زبرځواکۍ حیثیت ته زیان اړوي او همدا هر امریکايي مشر ځوروي او آن په دې اړه خبرې یې هم نااراموي.

که د بګرام هوايي او نظامي اډه د امریکايي ولسمشر لپاره بد خبر شوه، خو د امریکايي ځواکونو وتل د هر افغان لپاره ښه خبر دی او پرې خوشاله دي. امریکا به هڅه وکړي چې د ځان لپاره دا بد خبر زموږ لپاره هم بد خبر کړي، خو افغانان باید اجازه ور نه کړي. په افغانستان کې د جګړې دوام او د سولې مخنیوی هغه څه دي چې زموږ ښه خبر پر بد خبر بدلولی شي. له همدې امله د جګړې ټول ښکېل لوري او عام خلک باید په ټول توان هڅه وکړي چې د سولې او سیاسي جوړجاړي له لارې د خپلمنځي جګړې مخه ونیسي. امریکا او نور به هڅه وکړي او کوي یې چې د سولې خبرې ناکامې شي او جګړه دوام وکړي، خو موږ باید دا هڅې شنډې کړو، یو بل ته لاسونه ورکړو، سوله وکړو او د تېر پر خلاف ثابته کړو چې موږ د جګړې په ډګر کې د بریا تر څنګ په سیاسي ډګر کې هم بریا خپلوو، خپل ځان، خپل دولت او خپل هېواد جوړوو.

Previous Post

علامه د لوړو زده کړو موسسه

Next Post

د ریالمي کمپنۍ نوی ارزان بیه ځيرک موبایل

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
د ریالمي کمپنۍ نوی ارزان بیه ځيرک موبایل

د ریالمي کمپنۍ نوی ارزان بیه ځيرک موبایل

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

مسوولین: افغانستان د رنګ د تولید برخه کې پر ځان بسیا شوی

مسوولین: افغانستان د رنګ د تولید برخه کې پر ځان بسیا شوی

اپریل 12, 2024

بېجينګ: هيله لرو چې د افغانستان د سوله ييزې بيارغونې لپاره رغنده رول ولوبوو

سپتمبر 28, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved