د کورنیو تولیداتو د ملاتړ ټولنې مسولینو وايي، چې افغانستان د رنګ د تولید په برخه کې پر ځان بسیا شوی دی. د څرخي پله په صنعتي پارکې کې د رنګ تولیداتو کارخونه چې د ۱۰ میلیونه ډالرو پر پانګونې جوړه شوې، مسوولین یې وايي، ۷۲ ډوله بېلابېل رنګ تولیدوي او کولی شي د کورني بازار اړتیاوې پوره کړي. تر ډېره بیا عام خلک په دې باور وي، چې د کورنیو تولیداتو کیفیت ټيټ وي، خو د دغې کارخونې چارواکي وايي، تولیدات یې په نړۍوالو معیارونو برابر او کولی شي، د نړۍوالو کمپنیو سره د رنګ تولید کې سیالي وکړي. هاخوا د کورنیو تولیداتو ملاتړ ټولنه وايي، اوس په هېواد کې په زیاتو سکټورونو کې په لوړ کیفیت توکي تولیدیږي نو خلک او دولت باید له کورنیو تولیداتو ګټه واخلي، چې دا د صنعتکارانو د ملاتړ او د هېواد اقتصادي پرمختګ کې مهم رول لري.











