ولسمشر غني وایي چې هیڅکله به کومې معاملې ته تسلیم نه شي. نوموړي نن له والیانو سره په یو انلاین کفرانس کې ویلي چې که چېرته طالبان فکر کوي چې دوی به ورته تسلیم شي نو په سل کاله به هم خپل دې ارمان ته ونه رسېږي. نوموړي د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي لوړې کچې ته په اشارې ویلي چې د وینې بهېدنې او ویجاړیو پړه د وسله والو طالبانو او د هغوی د ملاتړ پر غاړه ده ځکه چې په خبره یې، دوی د سولې لپاره پام وړ هڅې کړې دي خو طالبان یوازې پر جګړه باور لري. ولسمشر غني دغه راز ویلي چې د سولې لپاره د دوی اراده ټولو ته روښانه ده او په هېواد کې د تلپاتې او با عزته سولې لپاره به خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.
































