سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home پوهنتون

جامي پوهنتون

حمیدالله حمیدي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 11, 2021
in پوهنتون
0
جامي پوهنتون
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

علامه د لوړو زده کړو موسسه

جامي پوهنتون چې په هرات ولایت کې موقعیت لري، په ۱۳۸۹ کال کې یې د لوړو زده کړو موسسې په چوکاټ کې پر فعالیت پیل وکړ. د جامي پوهنتون د پذیرش برخې مسوولې آغلې ساغر سدوزۍ وویل، دوی د پیل پر مهال څلور پوهنځي درلودل چې حقوقو او سیاسي علوم، اقتصاد، انجنیري او کمپیوټر ساینس پکې شامل وو. د نوموړې په وینا، په ۱۳۹۳ کال کې جامي د لوړو زده کړو موسسې د پوهنتون سطحې ته ارتقاع وکړه او په یاد کال کې یې له لوړو زده کړو وزارت څخه د طب پوهنځي جواز هم تر لاسه کړ. آغلې سدوزۍ زیاته کړه چې دوی په دې وروستیو کې د زراعت پوهنځي جواز هم تر لاسه کړ او په هرات ولایت کې لومړنی پوهنتون دی، چې زراعت پوهنځی یې د خپلو نورو پوهنځیو په لېست کې اضافه کړ. د نوموړې په وینا، اوسمهال یاد پوهنتون د شپږو پوهنځیو په چوکاټ کې خپلې درسي چارې پر مخ وړي. آغلې ساغر سدوزۍ همدا راز زیاته کړه، چې دوی لوړو زده کړو وزارت ته د اعتبار ورکړې د دریو مرحلو په بریالۍ توګه بشپړولو سره وکولای شول چې د افغانستان د ټولو پوهنتونونو په سطحه لومړی مقام تر لاسه کړي.

آغلې ساغر سدوزۍ وایي، دوی اوسمهال ټول شپږ پوهنځي لري چې د یادو پوهنځیو دېپارتمنتونه یې په دې ترتیب دي: حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی یې دوه دېپارتمنتونه، قضا او څارنوالي او اداره او دېپلوماسي؛ اقتصاد پوهنځی یې مدیریت دېپارتمنت؛ شرعیاتو پوهنځی یې دوه دېپارتمنتونه، اسلامي تعلیمات او فقه او قانون؛ زراعت پوهنځی یې اګرانومي دېپارتمنت او انجنیري پوهنځی یې هم سېول دېپارتمنت لري چې په ټوله کې جامي پوهنتون د شپږو پوهنځیو او اوو دېپارتمنتونو په درلودلو سره خپلې درسي چارې پر مخ بیایي.

نوموړې وویل، دوی په جامي پوهنتون کې ټول څه باندې ۳۰۰۰ محصلین لري چې له دې ډلې یې شاوخوا ۳۰ سلنه ښځينه محصلینې دي او پاتې نور یې نارینه محصلین تشکیلوي.

آغلې سدوزۍ وايي، دوی لوړو زده کړو وزارت ته د اعتبار ورکړې د دریو مرحلو په بریالۍ توګه بشپړولو سره وکولای شول چې د ماسټرۍ پروګرام امتیاز هم تر لاسه کړي، چې اوسمهال جامي پوهنتون په دریو څانګو، جزا او جرم پېژندنه، نړیوالو اړیکو او اقتصاد کې د ماسټرۍ پروګرام لري چې ډېر محصلین پکې پر زده کړو بوخت دي.

د جامي پوهنتون د پذیرش برخې مسوولې آغلې ساغر سدوزۍ زیاته کړه، دوی تر دې دمه له طب پوهنځي څخه یوه دوره او له پاتې نورو پوهنځیو څخه په څلورو دورو کې محصلین فارغ او ټولنې ته یې د خدمت په موخه وړاندې کړي دي، البته د آغلې سدوزۍ په وینا، دوی تر دې دمه له ماسټرۍ پروګرام څخه محلصین نه دي فارغ کړي.

آغلې سدوزۍ همدا راز وویل، جامي پوهنتون له نېکه مرغه هر کال د هرات ولایت او په ټوله کې د افغانستان د لوړو زده کړو د خصوصي پوهنتونونو او موسسو په پرتله په زیاته کچه نوي محصلین جذبوي او د لوړو زده کړو اسانتیاوې ورته برابروي.

د آغلې ساغر سدوزۍ په وینا، دوی د خپلو هغو محصلینو لپاره چې مالي او اقتصادي وضعیت یې ښه نه دی، په خپل سمیستر وار فیس کې د پام وړ تخفیف وړاندې کوي. د نوموړې په وینا، پر سمیستر وار فیس سربېره دوی ډېری هغه محصلین چې کمزوری اقتصادي وضعیت ولري او د فیس د ورکړې توان ونه لري، د تحصیلي بورسونو په چوکاټ کې جذبوي او د لوړو زده کړو امکانات ورته برابروي.

آغلې سدوزۍ وايي چې دوی خپلو پوهنځیو ته په کتو په مختلفو درسي ټایمونو کې محصلین د لوړو زده کړو لپاره راغواړي، داسې چې د طب پوهنځي محصلین یې د سهارنۍ دورې په دوو درسي ټایمونو کې زده کړو ته حاضرېږي، د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصلین یې په دریو دورو کې خپلو زده کړو ته حاضرېږي چې یوه یې سهارنۍ دوره ده، چې د سهار تر اتو بجو دوام کوي، دویمه دوره یې له اتو بجو پیل او د غرمې تر دوولسو بجو دوام کوي او درېیمه یې ماښامنۍ دوره ده چې د ماذیګر پر څلورو بجو پیل او د ماښام تر اوو بجو دوام کوي.

آغلې ساغر سدوزۍ د خپلو خبرو پر دوام وویل، دوی په جامي پوهنتون کې خپلو محصلینو ته یو لوی او مجهز کتابتون لري چې ډېری تخصصي او د تحصیلي رشتو اړوند کتابونه پکې دي، چې محصلین کولای شي وخت ناوخت مراجعه ورته وکړي، مطالعه یې کړي او د خپلې اړتیا وړ مالومات ترې تر لاسه کړي. د نوموړې په وینا، دوی پر یاد کتابتون سربېره الکترونیکي کتابتون هم لري چې زرګونه د ارزښت وړ الکترونیکي کتابونه پکې دي او محصلین ترې د خپلې علمي پانګې د لا بډاینې لپاره ګټه اخلي. آغلې سدوزۍ همدا راز وايي، د جامي پوهنتون کتابتون ته د یاد پوهنتون پر محصلینو سربېره له نورو پوهنتونونو څخه هم محصلین د مطالعې لپاره راځي او خپل د اړتیا وړ مالومات تر لاسه کوي.

د جامي پوهنتون یادې مسوولې په خپلو خبرو کې وویل، دوی په هېواد کې د ننه او له هېواده د باندې له ډېرو پوهنتونونو او علمي مرکزونو سره علمي او اکاډمیکې اړیکې لري. د نوموړې په وینا، دا چې دوی د اعتبار ورکړې پروسه په بریالیتوب سره بشپړه کړې ده، نو ویلای شو چې جامي پوهنتون له دولتي پوهنتونو سره په یوه سطحه کې قرار لري. آغلې سدوزۍ زیاته کړه، دوی په هېواد کې د ننه د هرات ولایت له دولتي پوهنتون سره متقابلې علمي اړیکې لري چې پر بنسټ یې د هرات دولتي پوهنتون ډېری استادان په جامي پوهنتون کې تدریسي چارې پر مخ وړي او همدا راز له هېواده د باندې د ځینو هېوادونو له پوهنتونونو سره علمي اړیکې لري چې له هغې ډلې کولای شو د ایران هېواد چابهار، فردوسي او ازاد پوهنتونونو او د هند هېواد له یوه پوهنتون او ډېرو نورو پوهنتونونو او علمي مرکزونو ته اشاره وکړو چې له هغوی سره د نېکو اکاډمیکو اړیکو پر اساس وخت ناوخت یو له بل سره علمي تجربې او لاسته راوړنې شریکوي.

آغلې ساغر سدوزۍ وویل، دوی په جامي پوهنتون کې ټول ۱۵۰ استادان لري چې ټول یې د ماسټرۍ او دکتورا تر کچو لوړې زده کړې لري. د نوموړې په وینا، دوی د لسانس په کچه استادان نه لري او ډېری استادان یې د دکتورا تر کچې لوړې زده کړې لري چې له دې ډلې یې ډېری اوسمهال د دکتورا په برخه کې پر لوړو زده کړو بوخت دي. نوموړې همدا راز وویل چې د جامي پوهنتون ۱۷ سلنه استادانې ښځې دي او پاتې نور یې نارینه استادان دي.

آغلې سدوزۍ وايي چې جامي پوهنتون په لوېدیځه حوزه کې لومړنی خصوصي پوهنتون دی، چې له لوړو زده کړو وزارت څخه یې د فارغو محصلینو د ديپلومونو تر لاسه کولو امتیاز خپل کړی دی او تر دې دمه یې خپلو ټولو فارغو محصلینو ته په لوړو زده کړو وزارت کې ثبت او راجستر شوي اسناد ورکړي دي څو یې له حقوقو او امتیازاتو څخه ګټه واخلي.

د جامي پوهنتون د پذیرش برخې یادې مسوولې وویل، دوی د خپلو محصلینو د علمي سویې د لا بډاینې لپاره ډېرې اسانتیاوې لري چې له دې ډلې کولای شو لوی او مجهز کتابتون، ارامې فضا، علمي سمینارونو، ورکشاپونو او پروګرامونو، کمپیوټر لب، د انګلیسي ژبې او کمپیوټر کورسونو، پراخ پارکېنګ، کفټریا، مجهزو استادانو او داسې نورو ته اشاره وکړو چې همدغه څه د دې لامل شوي څو جامي پوهنتون د هرات ښار او په ټوله کې د افغانستان په کچه تر ټولو ډېر جذب لرونکی پوهنتون شي.

د نوموړې په خبره، دوی د پوهنتون د پرمختګ او لا بډاینې لپاره خپل پلان په دوه عمده برخو وېشلی چې یوه برخه یې له نورو پوهنتونونو او علمي مرکزونو سره د اړیکو ټینګښت او پراخول دي او دویمه برخه یې په جامي پوهنتون کې د ماسټرۍ پروګرام ته پراختیا ورکول دي، چې د اعتبار ورکړې د پروسې له بشپړولو وروسته دوی هڅه کوي څو په لا ډېرو څانګو کې د ماسټرۍ پروګرام پیل کړي او جامي پوهنتون په علمي او اکاډمیکه برخه کې لا ډېرې لاسته راوړنې خپلې کړي.

آغلې ساغر سدوزۍ په پای کې له دولت او په ځانګړې توګه له لوړو زده کړو وزارت څخه مننه او کور وداني څرګنده کړه او هیله یې وښوده څو یو له بل سره د مرستې او همکارۍ له لارې وکولای شو په علمي ډګر کې یوه غوره موقف ته ورسېږو. نوموړې وویل چې په هېواد کې د خصوصي او دولتي دواړو پوهنتونونو پرمختګ او لاسته راوړنې د افغانستان په نوم تر نړیوالو پورې رسېږي. نوموړې له لوړو زده کړو وزارت څخه د خوښۍ تر څنګ وویل چې په ډېری برخو کې یې ډېرې لاسته راوړنې او بریاوې درلودلې دي. آغلې سدوزۍ زیاتوي چې باید ټول په ګډه د هېواد د علمي برخو د لا بډاینې او پرمختګ لپاره یو بل ته لاس ورکړو څو له روانو ناخوالو څخه د علم او پوهې پر مټ خلاصون ومومو.

Previous Post

افغانستان کوم لوري ته ځي؟

Next Post

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 8, 2021
اسیا د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 1, 2021
علامه د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

علامه د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جولای 4, 2021
اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جون 27, 2021
فجرستان د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

فجرستان د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جون 20, 2021
Next Post
ولسمشر غني: جګړه، افغانستان د یمن او سوریې په برخلیک اخته کولای شي

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

Canada Gambling Stats

سپتمبر 8, 2025
پاکستان: د افغانستان له لارې مو منځنۍ اسیا ته صادرات ډېر شوي

پاکستان: د افغانستان له لارې مو منځنۍ اسیا ته صادرات ډېر شوي

جون 5, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved