سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

افغانستان کوم لوري ته ځي؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 11, 2021
in تبصرې
0
افغانستان کوم لوري ته ځي؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

طالبانو په تېرو دوو میاشتو کې بې‌ساری پرمختګ کړی. دوی ادعا کوي چې ۱۵۰ ولسوالۍ یې نیولي، خو حکومتي چارواکي دا ادعا ردوي او وايي چې له ځینو ولسوالیو یې تکتیکي شاتګ کړی چې ژر به یې بېرته ونیسي. د سقوط شوو ولسوالیو له کره شمېره که تېر شو، خلک ګوري چې طالبان د ډېری ولایتونو تر مرکزونو را رسېدلي دي. د جګړې دغه روان حالت او د ولسوالیو سقوط خلک اندېښمن کړي، ځینې وېره لري چې ښايي جګړې تر ښارونو راشي، ځیني بیا د جګړې دوام ته اندېښمن دي او ځینې بیا له بل بد حالته وېریږي.

اوس له هر چا سره همدا پوښتنه ده چې افغانستان کوم لوري ته روان دی؟

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

په افغانستان کې بدلونونه ډېری وخت د وړاندوینې او اټکل وړ نه وي. ډېر کله حالات په ډراماتیک ډول بدلېږي او ډېر څه د پخوا خلاف شي. کله خلک فکر کوي چې د سولې پروسه سمه روانه ده، په خبرو کې پرمختګ کېږي، خو یو ځل جګړه زور واخلي او هر څه ګډوډ کړي. همداسې کله جګړه سخته وي، خو په منځ کې یې یوه پېښه د مثبتو بدلونو سبب شي. د دغو بدلونو ستر لامل دا دی چې د جګړې ښکېل اړخونه د افغانستان د خلکو د هیلو او غوښتنو پر اساس عمل نه کوي، بلکې ډېر کله د معلومو او نا معلومو بهرنیانو دریځ او فرمایش ټاکونکی وي، نو ځکه حالات هغسې بدلېږي چې له وړاندې یې اټکل ستونزمن وي.

په تېرو دوو میاشتو کې د طالبانو پرمختګ د اټکل وړ نه و. د خلکو په ګډون، حکومت او آن خپله طالبانو هم فکر نه کاوه چې داسې کار به په دومره چټکۍ کېږي. له همدې امله حالت ګونګ او مبهم شوی دی. اوس له یوه اړخه د جګړې شدت دی، لا هم پر ډېرو ولسوالیو جګړه ده، حکومت د ځینو ولسوالیو د بېرته نیولو هڅې هم کوي. دواړه اړخونه د عملي جګړې تر څنګ یو د بل پر ضد تونده ژبه هم کاروي. دواړه یو بل جګړه غوښتونکي او د سولې ضد ګڼي. اوس د دې پر ځای چې د ستونزې پر حل تمرکز وشي، یو پر بل تورونه لګېږي. د زور خبرې کېږي او د یو بل د وژلو خبرونه په ویاړ خپرېږي.

دا حالت ښيي چې له بده مرغه بیا هم جګړه دوام کوي. د جګړې دا دوام داسې دی چې ورسره یې بڼه هم بدلېږي، تر ښارونو رسېږي، خونړۍ کېږي او ارزښتونه پکې تر پښو لاندې کېږي. دواړه لوري سره له دې چې وايي د جګړې دوام نه غواړي او ستونزه باید د خبرو له لارې حل شي، خو بیا هم جګړه کوي او سوله یې څنګ ته کړې ده. که د دواړو اړخونو دریځونه او کړنې داسې وي، لکه اوس چې دي، نو دا لاره یوازې یوې ناوړه کورنۍ جګړې ته تللې چې په هېڅ ډول نه توجیه کېږي او نه یې هم ښکېل اړخونه ځان پر حقه ګڼلی شي.

دواړو اړخونو ته پکار ده چې دا حالت درک کړي، افغانستان په لوی لاس د جګړې لوري ته بو نه ځي. دوی باید د جګړې پر ځای پر سوله تمرکز وکړي، اوربند باید وشي، بندیان خوشې شي او همداسې نور ګامونه باید واخیستل شي تر څو واقعي سولې ته لاره هواره شي.

Previous Post

د بډوډو د خرابېدو نښې

Next Post

جامي پوهنتون

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
جامي پوهنتون

جامي پوهنتون

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

عزیزي: روان کال کې د صادراتو لپاره پوره چمتووالی لرو

عزیزي: روان کال کې د صادراتو لپاره پوره چمتووالی لرو

مې 11, 2024
توماس باخ د چين ميډيا ګروپ ټېکنالوژيکي ظرفيت وستايه

توماس باخ د چين ميډيا ګروپ ټېکنالوژيکي ظرفيت وستايه

نوومبر 6, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved