سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د جمهوریت ساتلو لپاره دېکتاتوري او استبداد

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 13, 2021
in تبصرې
0
افغانستان کوم لوري ته ځي؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

حکومت په دې وروستیو کې ځینې داسې ګامونه اخیستي، چې په واضح ډول د جمهوریت له ارزښتونو او آن له نافذه قوانینو سره په ټکر دي. په رسنیو او ژورنالېستانو پرله‌پسې فشارونه، د ځینو خلکو ګواښل، نیول او ځینو نورو ته ستونزې جوړل هغه څه دي چې حکومت یې په دې وروستیو کې کوي. دوی استدلال کوي چې د دښمن په ګټه د تبلیغاتو مخه نیسي او نور اجازه نه ورکوي چې څوک د نظام خلاف خبرې وکړي.

جمهوریت پر ځینو ارزښتونو ولاړ دی چې پکې سیاسي مخالفت او د بیان ازادي هم راځي. دا دوه مهم او اساسي مسایل دي چې له دې پرته جمهوریت مانا نه لري. دا سمه ده چې د بیان ازادي او سیاسي مخالفت خپل حدود لري او باید مراعات شي، خو مهمه دا ده چې دا حدود معلوم شي او بیا که څوک دا حدود ماتوي، نو ورسره دې چلند ډول هم قوانینو تعریف کړی دی. لومړی خو دا خبره د تامل وړ ده او حکومت ته ترې دفاع سخته ده چې ګواکې دوی د نظام د مخالفینو او د دښمن په ګټه د تبلیغ کوونکو مخه نیسي. په وروستیو کې د دوی فشارونه د ټولو هغو پر ضد دي چې د حکومت سیاسي مخالفت کوي. حکومتي چارواکي د نظام مخالفت او د حکومت مخالفت سره ګډوي او له همدې د خپلو سیاسي مخالفینو د ځپلو او پرې د فشار راوړلو لپاره کار اخلي. د دې تر څنګ د بیان ازادي او د دښمن په ګټه تبلیغ هم توپیر لري، خو دلته پر حکومت نیوکه او د بیان له ازادۍ سالمه استفاده هم د دښمن په ګټه تبلیغ ګڼل کېږي.

دا هم سمه ده چې حکومت حق لري په داسې حالاتو کې چې دوی فکر کوي یو څوک د دښمن په ګټه تبلیغ کوي او یا نظام تخریبوي، پر وړاندې یې ګام پورته کړي، خو دا ګام پورته کول هم قانون تعریف کړي دي. له بده مرغه حکومت خپله قوانین تر پښو لاندې کوي او د جمهوریت پر مرۍ یې پښه اېښې ده. همدا چې د ولسمشر لومړی مرستیال یوه وکیل ته زنګ وهي، بد رد ورته وايي او بیا هغه پر فیسبوک خپروي، دا خپله استبداد او د قانون خلاف کار دی. آن که دا وکیل سل په سله مجرم هم وي، بیا هم قانون خپله لاره لري. دا لاره اساسي قانون او نورو قوانینو روښانه کړې ده، خو د جمهوریت دغه دعوه کوونکي قانون ته نه ګوري او هغه څه کوي چې زړه یې غواړي. همداسې که پر یو چا تور لګېږي چې د دښمن د وینا له ازادۍ ناسمه استفاده کوي، په دې اړه هم قوانین صراحت لري چې څه ډول چلند باید ورسره وشي، خو دلته حکومتي چارواکي بیا قانون مهم نه ګڼي، بلکې خپله پرېکړه کوي.

له نظام او جمهوریت څخه دفاع باید د قوانینو او هغو ارزښتونو پر اساس وي چې جمهوریت یې لري. جمهوریت په ظلم، استبداد، ناقانونه کړنو او د غیر جمهوري کارونو په وسیله نه کېږي، بلکې پکار ده چې تل قانون او د جمهوریت ارزښتونو ته پام وشي. که د جمهوریت د ساتلو لپاره استبداد او دیکتاتوري کارول کېږي، قانون تر پښو لاندې کېږي او د جمهوریت ارزښتونو ته پام نه کېږي، نو دا لاره بیا ترکستان ته تللې ده. جمهوریت باید جمهوریت پاتې شي، قانون او جمهوري ارزښتونو ته درناوی ولري او د استبداد او دیکتاتورۍ لارې پرېږدي.

 

Previous Post

د بیان د ازادۍ پر وړاندې نوي ګواښونه د نظام د ریښو د ایستلو مانا لري

Next Post

پلی تګ د ماشومانو لپاره ګټور دی

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
پلی تګ د ماشومانو لپاره ګټور دی

پلی تګ د ماشومانو لپاره ګټور دی

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د م.م امنیت شورا: د کابل د پروني برید عاملین باید محاکمه شي

د م.م امنیت شورا: د کابل د پروني برید عاملین باید محاکمه شي

اکتوبر 1, 2022
د امریکا کانگرس: امریکا له افغانستانه وتلو ته تیاري نه لرله

د امریکا کانگرس: امریکا له افغانستانه وتلو ته تیاري نه لرله

فبروري 19, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved