د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې د طالبانو له لوري په قصدي توګه د اسیر شوو افغان کومانډویانو وژل او د هغې ویډیو خپرول یو غیر انساني عمل دی او تر څنګ یې دغه ډول جنایتونه باید په جدي توګه وڅېړل شي. هغه ویلي د طالبانو دا کړنه ښيي چې دوی ډېره ظالمانه تګلاره غوره کړې ده او له بشري قوانینو یې ښکاره سرغړونه کړې. هغه زیاته کړې چې امریکا د طالبانو دغه عمل په کلکو ټکو غندي او د جدي پلټنې غوښتنه یې کوي. بلخوا د بښنې نړیوال سازمان هم دا پېښه بوږنوونکې بللې وه او په نړیواله کچه یې ددغه مسئلې د پلټنې غوښتنه کړې وه. د سي ان ان له لوري په خپره شوې ويډیو کې ښوودل کېږي چې طالبان د جوزا په اووه وېشتمه د فاریاب په دولت اباد کې ۲۲ تسلیم شوي افغان کومانډویان وژني. طالبانو بیا دا ویډیو جعلي او تبلیغاتي بللې ده.
































