په افغانستان کې د وروستیو جګړو او نا امنیو له زیاتېدو سره هممهاله زرګونه کورنۍ له خپلو مېنو بې ځایه شوي او په ناوړه وضعیت کې ژوند کوي. که څه هم د نړیوالې ټولنې او په کور دننه د جګړې پر ښکېلو غاړو فشارونه پر ډېرېدو دي، ترڅو د سولې یوه نسبي هوکړه رامنځته شي، خو پر دې هڅو سربېره، لا هم په ډېریو ولایتونو کې جګړو او نښتو زور اخیستی دی. په دغو جګړو کې پر ښکېلو خواوو سربېره، لسګونو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوړي او سلګونه کورنۍ د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوي دي.
بلخوا د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په افغانستان کې روانو جګړو او د تاوتریخوالي لوړې کچې اندېښمن کړی او ټينګار کوي چې اوسني وضعیت زرګونه افغانان له خپلو لومړنیو بشري حقونو بې برخې کړي دي.
د دغه کمېسیون د رسنیو د برخې مسوول ذبیح الله فرهنګ مسیر ورځپاڼې ته وویل چې د جګړې ښکېلې خواوې په پرله په ډول د جګړې اصول تر پښو لاندې کوي او د دې لړۍ دوام به د افغانستان د راتلونکي لپاره ناوړه پایلې ولري. نوموړی دغه راز زیاتوي: « د بشري حقونو په اړه چې موږ کوم راپورونه جوړوو، د دې ښکارندویي کوي چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د جدي اندېښنې وړ دی، د افغانان له جدي ستونزو سره مخ دي، د جګړو او تاوتریخوالي شدت د دې سبب شوی چې خلک په ډېرو برخو کې له خپلو حقونو بې برخې شي».
نوموړی دغه راز له افغان حکومت او طالبانو غوښتنه کوي چې د جګړې پر ځای د سولې خبرو ته لومړیتوب ورکړي او خپلې غوښتنې دې له سوله ییزو لارو ترلاسه کړي. په ورته مهال په کابل کې د امریکا سفارت هم د طالبانو وروستیو زیاتېدونکو بریدونو ته غبرګون ښودلی دی. یاد سفارت ویلي چې د طالبانو روان بریدونه د سولې هڅې زیانمنوي، خلک بې ځایه کوي او ژر تر ژره باید ودرول شي. دغه سفارت له دواړو خواوو غوښتنه کړې چې د سولې جدي خبرې پیل کړي او روان تاوتریخوالی دې پای ته ورسوي.
بلخوا د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټن وايي، د افغان امنیتي ځواکونو لومړنۍ دنده دا ډاډ ترلاسه کول دي، چې د لاسه وتلو سیمو د بېرته نیولو لپاره له عملیاتو وړاندې د جګړو په لیکو کې د طالبانو د پرمختګ بهیر ورو کړي. د رویټرز خبرې آژانس د راپور له مخې، د امریکا د دفاع وزیر د الاسکا د ایالت د الیسین په هوايي اډه کې خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، چې افغان امنیتي ځواکونه په ګڼ مېشتو سیمو کې خپل حضور پیاوړی کوي.
اسټن زیاته کړې: «په دې اړه، چې ایا دا به د طالبانو د پرمختګ مخه ونیسي او که نه، فکر کوم لومړی کار، چې باید وشي د هغوی د پرمختګ د سرعت د کمېدو څخه ډاډ ترلاسه کول دي».
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، د افغانستان دفاعي ځواکونو د طالبانو پر وړاندې پرخپله ستراتېژۍ بیا کتنه کړې، چې له مخې یې د کابل او نورو ښارونو په څېر د مهمو ساحو، چې سرحدي سیمې او مهمې زیربنايي پروژې هم پکې شاملې دي، د امنیت د ټینګېدو لپاره د دغو ساحو شاوخوا ته ځواکونه پیاوړي کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا پوځ د جمهور ريیس جو بایډن د امر پر اساس په پام کې لري، چې د اګسټ تر ۳۱ مې په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت پای ته ورسوي. د امریکا پوځ تازه اعلان کړی، چې له افغانستان څخه یې د ځواکونو د وتلو بهیر تر ۹۵ سلنې پورې بشپړ کړی دی.
































