سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

ولې دواړه لوري پر جګړه تمرکز کوي؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 26, 2021
in تبصرې
0
ولې دواړه لوري پر جګړه تمرکز کوي؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

د روانې جګړه دواړه افغاني لوري لا هم نه یوازې یو د بل پر وړاندې تونده ژبه کاروي، بلکې په عملي ډول پر جګړه تمرکز کوي. که څه هم دواړه لوري ټینګار کوي چې ستونزه باید د خبرو له لارې حل شي او دوی دې چارې ته ژمن دي، خو پر ځمکه بیا د سولې خلاف ګامونه اخلي او جګړه کوي. طالبان پرله‌پسې هڅې کوي چې لا زیاتې سیمې لاندې کړي او حکومت هم د سیمو د بېرته نیولو هڅې کوي او په ډېرو ولایتونو کې یې سخت هوايي بریدونه او بمبارۍ هم پیل کړي دي.

خو ولې دواړه لوري خبره د سولې کوي، خو تمرکز یې بیا پر جګړه دی؟

دواړه لوري فکر کوي چې لا هم په اوس وخت کې سوله د دوی په ګټه نه ده. طالبان فکر کوي چې که اوس سوله کوي، نو اړ دي چې ډېر مسایل ومني، ځکه چې لا هم حکومت شته، جغرافیه لري، له سیمې او نړۍ سره اړیکې لري او څه ناڅه مشروعیت هم لري. له همدې امله له داسې یو حکومت سره په سوله کې اړ دي چې هغوی ته امتیاز ورکړي. طالبان فکر کوي چې دوی باید لا زیاتې سیمې ونیسي، دولت کمزوری کړي او بیا یې مجبور کړي چې د دوی د ډېرو شرطونو غوښتلو ته تیار شي. له همدې امله په شدت سره جګړه کوي چې په لنډ وخت کې ډېرې سیمې لاندې کړي. دوی د سولې خبرې هم کوي، ځکه چې په دې ډول غواړي وښيي چې دوی سوله کوي او باور لري چې د افغانستان ستونزه د خبرو له لارې حل کېږي. حکومتي چارواکي فکر کوي چې دوی په واک کې دي او د سولې مانا به دا وي چې واک به د دوی له لاسه وځي، یا به هم دوی ته پکې ډېره کوچنۍ برخه رسېږي. له همدې امله دوی نه حاضرېږي چې له واک او ځواک څخه تېر شي. دوی هڅه کوي چې طالبان کمزوري شي، ډېرې سیمې باید بېرته ترې ونیول شي او د دې تر څنګ حکومت باید د روانې بین الافغاني جګړې د دوام له امله د طالبانو پر ضد داسې تبلیغات وکړي چې د هغوی مشروعیت کمزوری شي او په دې ډول طالبان اړ کړي، چې د سولې په خبرو کې  د حکومت مهم شرطونه ومني. په دې ډول دواړه لوري که څه هم په ټینګار او تکرار سره وايي چې دوی سوله غواړي او خبرو ته حاضر دي، خو باور یې پر دې دی چې لا هم د دوی د ګټو د خوندیتوب له اړخه د سولې لپاره دا مناسب وخت نه دی.

دواړه لوري باید پوه شي چې د روانې جګړې دوام له یوه اړخه د اسلامي ارزښتونو او د افغانستان د خلکو د ګټو خلاف کار دی، له بله اړخه به هېڅکله کوم لوری د زور له لارې بریالی نه شي. د جګړې دوام دواړه اړخه له پښو غورځوي، عام خلک پکې وژل کېږي او هېواد پکې ورانېږي. له همدې امله دوی باید نور د جګړې خبرې او عمل پرېږدي. همدا د سولې لپاره مناسب وخت دی او پکار ده چې دواړه اړخونه یو بل ته لاسونه ورکړي او سوله وکړي.

Previous Post

افغان جګړه؛ زرګونه افغانان له خپلو حقونو بې برخې شوي

Next Post

د مټرو روغتیايي ګټې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
د مټرو روغتیايي ګټې

د مټرو روغتیايي ګټې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د هند په یو تونل کې بند پاتې لسګونه کارګر وژغورل شول

د هند په یو تونل کې بند پاتې لسګونه کارګر وژغورل شول

نوومبر 29, 2023
د جرمني په بن ښار کې د افغانستان قونسلګرۍ بیرته فعاله شوې ده

د جرمني په بن ښار کې د افغانستان قونسلګرۍ بیرته فعاله شوې ده

نوومبر 10, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved