په کابل ښار کې د قرنطین تر اوږدېدو وروسته په ښار کې د خوراکي توکو بيې څو چنده لوړې شوي او عام ښاریان وايي نشي کولی چې د اړتیا وړ توکي وپيري. اوس دې روژې میاشتې په رارسېدو سره دغه بیې نه یوازې کنټرول شوي نه دي بلکې له پخوا نورې هم لوړې شوي چې دوی يې له جدي ستونزو سره مخ کړي دي. خو د کابل والي خبرداری ورکړی چې که دوکانداران د توکو بیې راټيټې نه کړي نو جدي او قانوني چلند ورسره کیږي او دوکانونه یې تړل کېږي. کابل ښاریان وايي سره له دې چې حکومت ژمنه کړې چې د قرنطین په موده کې به له خلکو سره مرسته وکړي خو په دې موده کې له خلکو سره مرسته نه ده شوې او دوی اړ دي چې د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره بهر ووځي.