د ملګرو ملتونو د بشري حقونو اداره وایي چې په افغانستان کې بوږنوونکي وضعیت اندېښمن کړي دي. ددغه ادارې مشرې میشل بشلت ویلي چې د افغانستان په روانه جګړه کې د ملکي وګړو مرګ ژوبلې اندېښمن کړي دي او دا وضعیت یې بوږنوونکی بللی دی. د نوموړې په خبره دوی بیا هم د جګړې له ښکېلو خواوو غواړي چې بشري جنایت ودروي او د سولې د خبرو له لارې په دغه هېواد کې روانه جګړه پای ته ورسوي. د مېرمن مېشل په خبره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو اداره په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض په مستندولو بوخته ده او هڅه کوي د ښکېلو لورو هغه موارد په ګوته کړي چې بشر ضد جنایت بلل کېږي. سرچینې زیاته کړې چې ملګري ملتونه په تېره د بشري حقونو عالي کمېشنري په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو په لټه کې ده او د بشر ضد جنایتونو د ترسره کوونکو د محاکمې ژمنه کوي.
































