د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سپین بودلک-چمن دروازه تر پنځو ورځو بند پاتې کېدو وروسته بېرته پرانیستل شوې ده. د چمن د ګمرک کمېشنر جمعه داد مندوخیل ویلي چې دا لار به هره ورځ د اتو ساعتونو لپاره پرانیستې وي. په ورته وخت کې طالبانو هم ویلي چې دا لار د پاکستاني چارواکو او طالبانو ترمنځ تر یوې ناستې وروسته پرانیستل شوې ده. د طالبانو بیان کې راغلي چې د دواړو لوریو وګړي د تذکرو، شناخته کارډونو او مهاجر کارتونو په واسطه کولی شي پر دغه لار تګ راتګ وکړي. دا لار د اګسټ میاشتې په ۱۰مه نېټه د پاکستان او طالبانو ترمنځ د ستونزو له امله تړل شوې وه چې د کرښې دواړو لوریو ته د ګڼ شمېر خلکو په ګډون د سوداګریزو توکو لېږدونکي موټر هم منتظر پاتې وو.
































