طالبانو په نیمروز ولایت کې د لسګونه نیول شویو سرتېرو د خوشي کېدو خبر ورکوي. د نیمروز لپاره د طالبانو والي عبدالحق عابد ویلي چې دغه ۱۰۰ تنه سرتېري د دوی د مشر ملا هبت الله اخندزاده په امر له بنده خوشي شوي دي. د هغه په خبره، دغه ۱۰۰ تنه سرتېري، چې د ملي امنیت او اردو عسکر پکې شامل وو، یوه نیمه میاشت مخکې د نیمروز ولایت په دلارام او چخانسور ولسوالیو کې نیول شوي وو. طالبانو تر دې وړاندې هم سلګونه امنیتي سرتېري له خپل بند څخه ازاد کړي دي. دا بندیان پر داسې مهال خوشي کېږي چې طالبانو ټولو دولتي کارمندانو ته د عفوې اعلان کړی او له هغوی یې غوښتي چې خپلې دندې بیرته پیل کړي.
































